هند لخوا د پاکستان د جیټ الوتکې د ویشتل کېدو په ادعا پخوانی انځور شریک شوی.

International Misleading

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د ویجاړې شوې الوتکې الوتکې یوه انځور له دې ادعا سره شریکه کړې چې ګواکي هند په دې وروستیو کې يو پاکستاني جیټ الوتکه ويشتلې ده. 

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

فېسبوک پوسټ  آرشيف لینک  

د فېسبوک کارکوونکي ليکي: “هندوستان د پاکستان جيټ الوتکه ويشتلې ده.”

 په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنيو ادعاګانې ناسمې دي ځکه کې يو پخوانی او بې تړاو انځور له فېسبوک کارکوونکو لخوا شریک کېږي. 

د حقیقت معاینه

مونږ پر دې انځور د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور پخوانی ده. د پاکستان دا الوتکه د پوځي تمرین پر مهال غورځېدلې وه چې پکې دوه کسان د پېلوټ په ګډون مړه شوي وو.  دا انځور په ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې د یوې وېبپاڼې له خوا خپور شوی دی. 

لینک ۱ آرشيف لینک 

 پایله

له همدې امله، د پورته څېړنې څخه دا څرګنده ده چې ټولنیزو رسنيو  کارکوونکو يو پخوانی انځور شریک کړی او دا الوتکه په پاکستان کې د یوه پوځي تمرین پر مهال غورځېدلې وه چې پکې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Avatar

Title:هند لخوا د پاکستان د جیټ الوتکې د ویشتل کېدو په ادعا پخوانی انځور شریک شوی.

Written By: Fact Crescendo Team  

Result: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *