پخوانی عکس د پخواني افغان مشر عبدالله عبدالله د وروستي برید په توګه شریک شوی.

False National

په ټولنیزو رسنیو کې یو پخوانی عکس په پراخه کچه له دې ادعا سره خپور شوی چې ګواکي په کابل کې  په دې اوسنيو کې پر افغان سیاستوال عبدالله عبدالله برید شوی دی.

 تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ؛

فېسبوک پوسټ  آرشيف لینک 

 د فیسبوک په یوه پوسټ کې ادعا شوې چې په کابل کې پر پخوانی افغان سیاستوال عبدالله عبدالله  برید شوی دی.

 په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د فیسبوک ادعا ناسمه ده ځکه چې شریک شوي عکس پخوانی دی.

د حقیقت معاینه؛

 موږ په شریک شوي عکس کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کولو سره خپله څیړنه پیل کړه ترڅو د شریک شوي عکس او ادعا ترشا حقیقت ومومي.  د پلټنو په ترڅ کې مو وموندله چې په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوی عکس پخوانی دی او په افغان مشر عبدالله عبدالله شوې کومې وروستی بريد سره تړاو نه لري. 

 زموږ له پلټنو مو معلومه کړه چې شریک شوی عکس په کابل کې پر پخوانی افغان مشر عبدالله عبدالله شوې کومې وروستۍ بريد څخه نه دی. ورته عکس د ۲۰۱۲ کال د جون په مياشت کې  د Cyprus Mail په نوم د ویب پاڼې لخوا په  خپور شوی و.  د خپرې شوې مقالې له مخې ورته عکس څو کاله پخوانی دی او په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشري ټاکنو په وخت کې پر عبدالله عبدالله شوې يوې پخواني بريد وروسته اخيستل شوی و.

Cyprus Mail  آرشيف لینک 

Defence.pk آرشيف لینک 

له همدې امله دا روښانه ده چې پخوانی عکس د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ګمراه کولو لپاره شریک شوی دی. پر پخوانی افغان مشر عبدالله عبدالله شوې کومې داسې بريد په اړه هم کومې رسنیو راپورونه هم نشته لکه څنګه چې پر فېسبوک پوسټ ادعا شوې ده. 

پایله;

 له پورتني پلټنو څخه څرګنده شوه چې د فیسبوک پوسټ ګمراه کوونکی دی ځکه چې شريک شوی عکس پخوانی دې  او د کومې ادعا شوې پیښې سره تړاو نه لري.

Avatar

سرلیک: پخوانی عکس د پخواني افغان مشر عبدالله عبدالله د وروستي برید په توګه شریک شوی.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *