
د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو په دې وروستیو کې ادعا کړې چې په لاهور کې یوه لویه چاودنه شوې ده.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک کاروونکو ادعا وګورئ:

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو له لوري په پورته پوسټ کې ادعا دا ده، چې په لاهور کې یوه چاودنه شوې ده.
په هرصورت، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې جعلي دي ځکه چې په لاهور کې د داسې کومې چاودنې راپور نه دی ورکړل شوی. همدارنګه په کوټه کې د چاودنې یو زوړ انځور شریک شوی دی.
د حقیقت معاینه:
د فیسبوک کاروونکي لخوا د ادعا د تایید لپاره، موږ لومړی په انټرنیټ کې کلیدي کلمې وپلټلې، ترڅو معلومه کړو چې په کندهار کې رېښتیا هم داسې کومه پېښه رامنځته شوې ده او کنه. بیا مونږ د شوې ادعا سره پر خپاره شوي انځور د ګوګل ایمیج شرچ پلی کړ، چې اصلاً نه هم موږ په لاهور کې د داسې کومې وروستي پېښې په اړه د رسنیو راپور پیدا کړ او نه هم دغه خپاره شوي انځورونه اوسني دي.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا شریک شوي عکس باندې د ګوګل ریورس عکس پلي کولو سره، موږ وموندله چې ورته عکس د څو خبري رسنیو لخوا 8 کاله دمخه د 2017 کال په اګست کې شریک شوی و کله چې په کوټه کې یوه لویه چاودنه وشوه او په پیښه کې لسګونه کسان ووژل شول.

پایله
له همدې امله، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې جعلي دي ځکه چې په لاهور کې د داسې کومې چاودنې راپور نه دی ورکړل شوی. همدارنګه په کوټه کې د چاودنې یو زوړ انځور شریک شوی دی.
کلیدي کلمې:
افغانستان، پاکستان، لاهور، چاودنه
د کوټې د چاودنې پخوانی انځور د لاهور د وروستۍ چاودنې په جعلي ادعا شریک شوی. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

