د طالب له زندان څخه د افغان ځواکونو د خوشې کېدلو پخوانی انځور په پنجشیر کې د نیول شویو طالبانو په توګه خپور شوی

False Military

له هغه راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک ته رسیدلي، په ټولنیزو رسنیو کې خورا ناسم خبرونه او وېډیوګانې خپاره شوي دي. 

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له زندان څخه د افغان ځواکونو د خوشې کېدلو یو پخوانی انځور بیاځلې خپور شوی او ادعا شوې چې ګواکې په پنجشیر کې طالبان نیول شوي دي.

په پورتنی تویت کې راغلی: « هغه طالبان چې د پنجشیر زمریانو له خوا تېره شپه ونیول شول.»

Twitter  Archive 

حقیقت موندنه

مونږ پر دې عکس د ګوګل انځورنو برعکس پلټنه تر سره کړه او ومو موندله چې دا انځور په پنجشیر کې د طالبانو د نیولو پورې اړه نه لري. دا یو پخوانی انځور دی. دا د افغان ځواکونو او د ملي امنیت ځواکونو پورې اړه لري چې په تېر حکومت کې د ۲۰۲۱ کال د اپریل په میاشت کې د طالبانو له یو زندان څخه آزاد شوي دي. د افغانستان ملي راډیو تلویزیون په تویتر کې لیکل شوي دي چې د ملي اردو ځواکونو له خوا د نیمروز په خاشرود کې د طالبانو د زندان څخه ۲۰ افغان سرتیري د یوه عملیات په پایله کې آزاد شول. د تویت له مخې، هغه وخت په دغه عملیات کې د طالبانو یو قوماندان مولوي بشیر په ګډون ۷ طالب سرتیري وژل شوي وو.

تاسو کولی شئ د دې خبر په هکله نور جزیات په لاندې لېنک کې ولولئ:

Twitter  Archive

The Kabul Times  Archive

Link 1  Archive

د افغانستان په اړه زمونږ د حقیقت موندنې نور راپورونه په لاندې لېنک کې کولای شئ ولولئ:

Fact Crescendo

پایله

د پورتنیو پلټنو په پایله کې کولای شو ووایو چې په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوی عکس په پنجشیر کې د طالبانو د نیول کېدلو پورې اړه نه لري. دا د افغان امنیتي ځواکونو یو پخوانی انځور دی چې په ۲۰۲۱ کال د اپرېل په ۱۷مه نېټه د ملي اردو ځواکونو په مرسته د طالبانو له یوه زندان څخه آزاد شوي وو.

Avatar

سرلیک: د طالب له زندان څخه د افغان ځواکونو د خوشې کېدلو پخوانی انځور په پنجشیر کې د نیول شویو طالبانو په توګه خپور شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *