
ادعا
په فېسبوک کې د یوې کوچنۍ نجلۍ عکس خپور شوی چې ادعا کوي ګواکې په سرطان ناروغۍ باندې اخته شوې.
تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

د فیسبوک پوسټ په ادعا کې راغلي چې د کلثوم په نوم کوچنۍ ماشومه په سرطان ناروغۍ باندې اخته شوې او ګواکې پلار یې له خلکو څخه د لور د روغتیا لپاره د دعا غوښتنه کړې ده.
راځئ چې اصلي حقیقت مالوم کړو:
د حقیقت پلټنه
مونږ په دې تړاو په ګوګل کې د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. زمونږ د پلټنو په پایله کې مالومه شوه چې دا عکس پخوانی دی چې د ۲۰۱۷ کال راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی.
دا نجلۍ د سرطان په ناروغۍ باندې اخته شوې نه ده.
د نجلۍ دا عکس له بېلا بېلو ادعا ګانو سره خپور شوی دی.
تر ټولو پخوانی پوسټ چې مونږ ورته لاسرسی ومونده د ۲۰۱۷ کال د نومبر میاشت پورې تړاو لري چې ښيي دا نجلۍ د فلسطین هېواد اوسېدونکې ده.
په دې پوسټ کې راغلی چې دا نجلۍ د پښتورګې ناروغۍ لري او له خلکو څخه یې د مرستې غوښته کړې تر څو له هېواد نه بهر یې درملنه وشي.

تاسو کولی شئ چې د دې عکس په تړاو نور فېسبوک پوسټونه دلته وګورئ:

هغه پایپ چې د هغې د غاړې له لارې د نوموړي بدن ته دننه شوی، د پښتورګو د ډایلیسز یا کوم بل ډول ډایلیسس لپاره کارول کیږي.
له دې څخه څرګنديږي چې دا کوچنۍ نجلۍ په سرطان ناروغۍ باندې اخته شوې نه ده.

پايله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنديږي چې د فېسبوک پوسټ ادعا ناسمه ده. دا نجلۍ د پښتورګې ناروغۍ لري او عکس یې پخوانی دی.

سرلیک: دا کوچنۍ نجلۍ د سرطان پر ناروغي نه ده اخته شوې
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False