
د ۲۰۲۴ کال د نومبر په لومړۍ نېټه د ټولنیزو یو شمېر کاروونکو د یوې پخوانۍ چاودنې انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې دا انځور د پاکستان په جنوب لوېديځ کې د پوليو کارکوونکو د ساتنې لپاره ګمارل شويو پوليسو باندې چاودنه شوې، په داسې حال کې خپور شوی انځور پخوانی او په اوسنۍ کومې پېښې پورې اړه نلري.
د يادونې وړ ده، چې دا وروستیو کې د پاکستان په جنوب لوېديځ کې د ریل ګاډي په يوه تم ځاى کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
تاسې کولی شئ، د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له ادعاوو یې یوه بېلګه مشاهده کړئ:\
په هر صورت، د فیکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی انځور د یوې پخوانۍ چاودنې دی او د اوس پېښو پورې هیڅ تړاو نلري.
د څېړنې میتود:
موږ د شویو ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل، چې رېښتیا هم په پاکستانه کې تازه د چاودنې راپورونو شتون درلود، خو هغه انځور چې د ټولنیزو رسنیو له لوري خپور شوی اصلاً د یوې پخوانۍ پېښې دی او په پاکستان کې د اوسنۍ رامنځته شوې چاودنې سره تړاو نلري.
موږ همدا راز پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او ومو موندله، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی انځور اصلاً د ۲۰۱۴ کال دی او VOA هغه مهال خپور کړی، چې په پېښور کې د ایران کونسلګرۍ ته څېرمه چاودنه شوې وه.

پایله:
په پاکستان کې د وروستۍ چاودنې خبر رېښتیا دی، خو هغه انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، اصلاً د ۲۰۱۴ کال او هغه مهال خپور شوی، چې په پېښور کې د ایران کونسلګرۍ ته څېرمه چاودنه شوې وه.
کلیدي کلمې:
پاکستان، چاودنه، پولیس، ایران، قونسلګري.

د یوې پخوانۍ چاودنې انځور د تازه موټر بم برید له ادعا سره شریک شوی. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Missing Context