د پاکستان په کويټه کې د وروستۍ چاودنې په تړاو پخوانی عکس شریک شوی.
په ټولنیزو رسنیو کې يو عکس له بېلا بېلو ادعا ګانو سره خپور شوی دی. په دې وروستیو کې د دې عکس په خپرولو سره ادعا شوې چې ګواکې د پاکستان په کویټه ښار کې د یوې چاودنې له امله څلور پولیس وژل شوي دي.
تاسو کولای شی يو داسې ادعا دلته وګورئ:
د فېسبوک پوسټ ادعا کوي چې ګواکي د پاکستان په کويټه کې په یوې چاودنې کې څلور عسکر وژل شوي دي .
په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې ګمراه کوونکې دي ځکه چې يو پخوانی عکس د پاکستان په کويټه کې شوې چاودنې په تړاو شريک شوی.
راځئ چې د فیسبوک د ادعاوو تر شا حقیقت ومومئ!
د حقیقت معاینه
د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او شریک شوي عکس تر شا د حقیقت موندلو لپاره زموږ د پلټنې پیل کولو لپاره، موږ لومړی د ادعا شوې پیښې په اړه کلیدي کلمې وپلټلې. موږ ولیدل چې د پیښور د وروستۍ چاودنې په تړاو یو پخوانی او بې تړاوه عکس شریک شوی دی.
خو په دې وروستیو کې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۲۹ د پاکستان په کویټه کې یوه چاودنه وشوه چې لسګونه کسان یې ووژل.
موږ ولیدل چې شریک شوی عکس دوه کاله پخوانی دی او ورته عکس د DAILY PAKISTAN ورځپاڼې په یوه مقاله کې خپور شوی او د خپرې شوې مقالې له مخې ورته عکس د یوې پخوانۍ پیښې سره تړاو لري کله چې د ۲۰۲۱ کال د مۍ په مياشت کې د بلوچستان صوبايي مرکز کوټه کې یوه چاودنه وشوه.
پایله
نو له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې د د پاکستان په کويټه کې د وروستۍ چاودنې په تړاو د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له خوا بې بنسټه او پخوانی عکس خپرېږي.
سرلیک: د پاکستان په کويټه کې د وروستۍ چاودنې په تړاو پخوانی عکس شریک شوی.
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading