
په ټولنیزو رسنیو کې د الوتکې یو پخوانی انځور خپور شوی دی چې ادعا کوې ګواکې یوه پاکستانۍ الوتکه د ډیورنډ کرښې ته نږدې د افغان سرحدي ځواکونو له خوا ویشتل شوې ده.
تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

د فیسبوک پوسټ ادعا کې لیکل شوي: «تازه،
افغان سرحدی ځواک ډیورنډ ته څیرمه د پاکستان یوه جنګی طیاره رانسکوره کړی،
ویډیو کی لیدل کیږی کله چی طیاره کونړ ته راواوړی او بمبار کوی له هغی ورسته افغان سرحدی ځواک ویشتی».
راځئ چې د ادعا او شریک شوي عکس تر شا حقیقت ومومو:
حقیقت موندنه
مونږ پر نوموړي عکس باندې د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا عکس پخوانی دی.
عکس لږ تر لږه د درې کاله وړاندې وخت پورې تړاو لري.
مونږ په دې تړاو یو خبر ومونده چې د اوډل میډیا لخوا په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د جولای په میاشت کې خپور شوی دی. په خبر کې همدا عکس هم خپور شوی دی. د راپور له مخې، هغه مهال د ایران هېواد اړوند یوه الوتکه د امریکا له خوا ویشتل شوې وه.

مونږ د ادعا په تړاو د کلیدي کلمو څېړنه هم وکړه خو داسې کوم راپور مو ونه مونده چې په ډيورنډ کې د پاکستان اړوند کومه الوتکه ویشتل شوې وي.
له دې څخه څرګندیږي چې عکس پخوانی دی او د کومې وروستۍ پېښې پورې تړاو نه لري.
پايله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنديږي چې عکس پخوانی دی او د الوتکې دا انځور د پاکستان پورې اړه نه لري. د فېسبوک پوسټ ادعا ناسم ده او په دې وروستیو کې په ډیورنډ کې د پاکستان کومه الوتکه نه ده را غورځول شوې.

سرلیک: د پاکستان کومه الوتکه د ډېورنډ کرښې ته نږې نه ده ویشتل شوې
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False