په انځور کې دوستي ریا نه، بلکې روسي ماډله رسلانا کورشونووا ده، چې په 2008 کې ځان وژنه کړې وه. 

International Missing Context

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د روسي ماډلې رسلانا کورشونووا (Ruslana Korshunova) انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې دا دوستي ریا (Dusti Rhea)، د امریکایي جفري اپسټین، د جنسي قاچاق قرباني ده، چې نوموړې په 1999 کې وروسته له هغې په ووژل شوه، چې په ولسمشر ټرمپ یې تور پورې کړ، چې جنسي تېری یې پرې کړی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې خپور شوی انځور د دوستي ریا (Dusti Rhea) نه، بلکې د روسي ماډلې رسلانا کورشونووا (Ruslana Korshunova) دی، چا چې ۲۰۰۸ کې ځان وژنه کړې وه. 

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره خپلو پوسټونو کې لیکلي دي: «د اپسټین له قربانیانو څخه یوه هم دوستي ریا (Dusti Rhea) ده، … چې 1999 کې په ډزو ووژل شوه.»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده. په انځور کې دوستي ریا (Dusti Rhea) نه، بلکې روسي ماډلې رسلانا کورشونووا (Ruslana Korshunova) ده. رسلانا کورشونووا اصلاً په 2008 کې ځان وژنه کړې وه. 

موږ ولې وایو، چې یاده ادعا ناسمه ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ. د لاندې موندنو او پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې له ذکر شوې ادعا سره خپور شوی انځور د دوستي ریا (Dusti Rhea) نه، بلکې د روس الاصله ماډلې رسلانا کورشونووا (Ruslana Korshunova) دی. 

د Globe Observe په نوم رسمي ټویټر اکونټ همدا همدا انځور د جفري اپسټن له انځور سره خپور کړی او ورسره یې لیکلي: د راپورونو له مخې، په روسیه کې زیږیدلې قزاقستاني ماډله رسلانا کورشونووا، په ۲۰۰۶ کال کې د جیفري اپسټین ټاپو ته تللې وه کله چې هغه ډیره کوچنۍ وه. د بیرته راستنیدو څخه یو څه وخت وروسته، د هغې جسد په نیویارک کې وموندل شو. د خبرونو له مخې، هغه د اپارتمان د ودانۍ له نهم پوړ څخه د ځان غورځوونې وروسته مړه شوه.

ارشیف

د timesnews ویبسایټ کې د نوموړې په اړه یو تفصیلي راپور خپور شوی، چې د تمنبل انځور په کپشن کې ورته لیکل شوي دي: رسلانا کورشونووا، چې په ۲۰۰۸ کال کې د ځان وژنې له امله مړه شوه، د هغو ځوانانو په ډله کې وه چې د جیفري اپسټین ټاپو ته یې په خپل شخصي جیټ کې الوتنه وکړه.

ارشیف

همدا راز abc نیوز ویبپاڼې هم په یو راپور کې لیکلي: یوه روسي ماډله چې په ۲۰۰۸ کال کې یې ځان وژنه وکړه…

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده. په انځور کې دوستي ریا (Dusti Rhea) نه، بلکې روسي ماډلې رسلانا کورشونووا (Ruslana Korshunova) ده. رسلانا کورشونووا اصلاً په 2008 کې ځان وژنه کړې وه. 

Avatar

سرلیک: په انځور کې دوستي ریا نه، بلکې روسي ماډله رسلانا کورشونووا ده، چې په 2008 کې ځان وژنه کړې وه. 

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Missing Context

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *