
د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې ۴۵ طالب ځواکونو د افغانستان ملي مقاومت جبهې ته تسلیم شوي دي.
زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او د داعش جنګیالیو پورې تړاو لري چې په ۲۰۱۹ کال کې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي وو.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د اپریل په ۹ ادعا کړې چې ګواکې د طالبانو یو شمېر ځواکونو د افغانستان ملي مقاومت جبهې ته تسلیم شوي دي.
د «شمال نیوز مقاومت دوهم» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «نن ورځ ۴۵ تنه طالبان د مقاومت جبهې ته تسلیم شو».

حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. د پلټنې په پایله کې مو وموندله چې دا انځور د طالبانو ځواکونو د تسلیمۍ پورې تړاو نه لري. دا انځور د داعش جنګیالیو پورې اړه لري چې په ۲۰۱۹ کال کې د ډسمبر په میاشت کې د تېر حکومت امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي وو.
د راپور له مخې، دغه جنګیالي چې شمېر یې یو زر ۴۵۰ ته رسېده، د ننګرهار په ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي وو. دا عکس له دې راپور سره د ترکیې اناتولي خبري اژانس په وېبپاڼه کې خپور شوی دی.

له بلې خوا مونږ په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه خو داسې کوم مستند راپور مو ونه مونده چې په هغه کې د ملي مقاومت جبهې ته د طالبانو د تسلیمۍ خبره یې کړې وي.
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې په دې وروستیو کې طالب ځواکونو د افغانستان ملي مقاومت جبهې ته نه دي تسلیم شوي. په دې تړاو خپور شوی عکس پخوانی دی چې د داعش ځواکونو پورې تړاو لري.

سرلیک: په دې وروستیو کې طالب ځواکونه د مقاومت جبهې ته نه دي تسلیم شوي
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False