
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د موټر انځور خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګواکې ښاغلي کرزي باندې د بم برید شوی دی او ګواکې هغه ټپي دی.
زمونږ موندنې ښيي چې په دې وروستیو کې پر حامد کرزي باندې کوم برید نه دی شوی او د موټر نوموړی انځور پخوانی دی.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د ډسمبر په ۲۳مه ادعا کړې چې ګواکې پخوانی ولسمشر حامد کرزی په یوه بمي چاودنه کې ټپي شوی دی.
د «ډیوه نیازې» په نوم یوې فېسبوک پاڼه لیکلې: «تازه او بد خبر
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی باندی بمی چاودنه وشوه کرزی سخت ټپی ده».
دا فېسبوک پوسټ له نورو سره شاوخوا ۲۵۶ ځله شریک شوی دی.

یوې بلې فېسبوک پاڼه هم ورته پوسټ یې کړی دی.
تاسو کولای شئ چې په لاندې لېنک کې دا فېسبوک پوسټ وګورئ:
حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندلو لپاره د موټر په نوموړي عکس د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا عکس پخوانی دی او د ښاغلي کرزي د موټر پورې تړاو نه لري.
د موټر دا تصویر د «خامه پریس» د رسنۍ بنسټ اېښودونکی او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دفتر پخوانی رییس خوشنود نبي زاده پورې اړه لري.
دا انځور هغه مهال اخستل شوی دی چې د ښاغلي خوشنود پر موټر په تېر میلادي کال کې د فبرورۍ په میاشت کې یوه بمي چاودنه شوې وه.
په دې برید کې ښاغلی خوشنود ته کوم زیان نه وو رسېدلی. دا برید هغه مهال شوی وو چې ښاغلی خوشنود خپل د کار دفتر ته پر لاره وو.
دا خبر د خامه پریس له خوا خپور شوی وو. تاسو کولای شئ چې د دې پېښې په اړه نور مالومات په لاندې لېنک کې ولولئ

له بلې خوا مونږ د ښاغلي کرزي د ټولنیزو رسنیو پاڼو ته هم ورغلو. مونږ وموندله چې ښاغلی کرزی په ټولنیزو رسنیو کې فعال دی او پوسټونه کوي.
لاندې د ښاغلي کرزي وروستی پوسټ دی چې یوه ورځ وروسته د فېسبوک پوسټ له نېټې څخه یې کړی دی.

پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې په حامد کرزي باندې په دې وروستیو کې کوم بمي برید نه دی شوی. په فېسبوک پوسټ کې د موټر دا انځور د ښاغلي کرزي پورې اړه نه لري او پخوانی دی.

سرلیک: پر پخوانی ولسمشر حامد کرزی باندې د بم چاودنه نه ده شوې
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False