د ښځو د تعلیم په اړه د ندا محمد ندیم کلیپ نوی ندی، بلکې څه کم دوه کاله پخوانی دی!

National Partly False

په افغانستان کې د ښځو پر تعلیم د محدودیتونو موضوع یو تر مهمو او جدي مسایلو ګڼل کیږي. څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت انجونې طبي زده کړو ته هم له ورتګ منع اعلان کړې. د طالبانو دې پرېکړې په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه وپارول.

اوس په ټولنیزو رسنیو کې د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ندا محمد ندیم یو پخوانی کلیپ له دې ادعا سره خپریږي، چې ګواکې دا د انجونو د زده کړو په اړه د ندا محمد ندیم کلیپ او وضاحت دی، په داسې حال کې، چې کلیپ اوسنی ندی، بلکې څه کم دوه کاله پخوانی دی. 

تاسې کولی شئ، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک څو کاروونکو پوسټونه د نمونې په توګه په لاندې ډول مشاهده کړئ:

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ندا محمد ندیم دغه کلیپ، چې اوس د انجونو د تعلیم په اړه د نوي کلیپ په توګه په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي، اوسنی نه، بلکې څه کم دوه کاله پخوا د ۲۰۲۳ کال مارچ میاشت کې خپور شوی وو، چې رسنیو هغه مهال نشر کړی دی.

نوموړي هغه مهال یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وه، چې د ښځو زده کړې ممنوع ندي بلکې تر دویم امر (امر ثاني) پورې ځنډول شوي دي.

موږ ولې وایو، چې د انجونو د زده کړو په اړه د ندا محمد ندیم دغه کلیپ پخوانی دی؟

موږ د دې کلیپ ځیني کلیدي توري سرچ کړل او همدا راز مو د ویډیو یو سکرین شاټ په ګوګل ایمیج کې وپلټلو. په همدې اساس د کلیپ په اړه موږ زیات شواهد پیدا کړل.

طلوع نیوز همدا کلیپ له خپلې فیسبوک پاڼې د ۲۰۲۳ کال مارچ ماشتې په ۷مه نېټه خپور کړی او ورسره یې لیکلي «بخش از سخنرانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی».

ویډیو لینکارشیف

بي بي سي هم دا کلیپ په عین تاریخ (۲۰۲۳ کال مارچ ۷مه) باندې خپور کړی چې تاسې یې مشاهده کولی شئ:

ویډیو لینکارشیف
پایله: د ندا محمد ندیم دغه کلیپ چې اوس په ټولنیزو رسنیو کې د انجونو د تعلیم په اړه د نوي کلیپ او وضاحت په نوم خپریږي، پخوانی دی او له طبي زده کړو څخه د انجونو د منع کولو پرېکړې په اړه طالبانو تر اوسه داسې کوم وضاحتي کلیپ ندی ورکړی.

Avatar

د ښځو د تعلیم په اړه د ندا محمد ندیم کلیپ نوی ندی، بلکې څه کم دوه کاله پخوانی دی! : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *