
په تولنیزو رسنیو کې د تېر په څېر په څېر یو وار بیا د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني طن یا هېواد ته راستون شوی دی، په داسې حال کې چې نوموړي د ۲۰۲۱ کال سپتمبر میاشتې په ۱۵مه هېواد پریښی او بیا تر دې دمه بیرته ندی راستون شوی.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا وګورئ:

د «طلوع نیوز» په نوم دغه جعلي فیسبوک پاڼه کې د پوسټ له مخې د یو انځور په خپرولو سره لیکلي، چې غني بابا همدا اوس راورسید. البته دلته د «را ورسیېد» کلېمې څخه د دوی هدف افغانستان ته د هغه راتګ دی، په داسې حال کې چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له هغه وروسته چې د طالبانو د دویم ځل واکمنېدو سره سم له هېواده ولاړ، بیا ندی راغلی.
په هرصورت، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د بیا راتګ په اړه وروستۍ ادعا هم دروغ ده او ستاسې د پوهاوي لپاره باید یادوونه وکړو، چې دغه ډول غیر حقیقي او د دروغو ادعاوې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي تر ډېره د خپل لایک او کمنټس لپاره او همدا راز د خلکو د خطا ویستلو لپاره کوي.
د حقیقت څېړنه:
که څه هم ښکاره خبره ده، چې که نوموړی کابل ته راستون شي، نو دا ملي او نړیواله کچه د خبرونو سر ټکی وي، خو بیا بیا هم موږ د پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په اړه د شوې ادعا په تړاو په انټرنېټ کې کلیدي کلېمې وپلټلې. بیا موږ همدا راز د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو څخه هم لېدنه وکړه او بیا مو د دې سربیره له شوې ادعا سره پر شریک شوي انځور د ګوګل ایمیج لټون هم پلي کړ، چې پایله کې موږ وموندله، چې خپور شوی انځور پخوانی او ادعا د تېر په څېر بیا هم دروغ ده.
د ABP LIVE په نوم یوې خبري وېبپاڼې د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه انځور په ۲۰۱۷ کال کې هغه مهال خپور کړی، چې نوموړی په یو رسمي سفر هند ته تللی و.

پایله:
له ۲۰۲۱ کال سپتمبر میاشتې راهیسي چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو د بیا واکمنېدو سره سم له هېواد څخه وتلی، بیا بیرته تر دې مهاله خپل هېواد افغانستان ته ندی راستون شوی او په اړه یې شوې ادعا د تېر په څېر یو ځل بیا هم دروغ ده.