وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه کابل تر خپل کنټرول لاندې راوست، پخواني ولسمشر اشرف غني افغانستان ترک کړ او متحده عربي اماراتو کې استوګن شو.

کابل ته د نوموړي د بیا راستنېدو او یا هم د طالب مشرانو غړو سره د هغه د لېدنو په اړه د ټولینزو رسنیو کاروونکي وخت په وخت د دروغو خبرونه خپروي، چې اوس یو ځل بیا د ټولینزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو د حکومت له سرپرست دفاع وزیر ملا یعقوب سره لېدنه کړې ده. خو د ټولنیزو رسنیو د یادو کاروونکو دغه ادعا بیا هم حقیقت نلري او د هغه یو ایډیټ شوی انځور یې د دروغو له ادعا سره خپور کړی.

تاسو کولی شئ چې د دې ادعا یو پوسټ لاندې د بېلګې په توګه مشاهده کړئ:




فېسبوک لینک آرشيف لینک


په پورته پوسټ کې د ټولینزو رسنیو دغه کاروونکی ادعا کوي، چې «پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د طالبانو د حکومت سرپرست دفاع وزیر سره ناڅاپي لېدنه وکړه» او همدا بیا یې لیکلي چې د پوره مالوماتو لپاره ویډیو وګورئ.


په هرصورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ملا یعقوب د لېدنې په اړه ادعا هیڅ حقیقت نلري او دغه ډول پوسټونه تر ډېره د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د خپل لایک، کمنټس او د لیدونکو د پیدا کولو لپاره کوي. تر څو خلک وغولوي او په دې ډول خپل لیدونکي یا لایک او کمنټس ترلاسه کړي.


د حقیقت څېړنه:

په عام ډول موږ لومړی د ادعا اړوند کلیدي توري پلټل او بیا مو له پورته ادعا سره پر شریک شوی انځور د ګوګل ایمیج لټون پلی کړ. موږ وموندله چې له یادې ادعا سره خپور شوی انځور ایډیټ شوی دی.

په لاندې توګه تاسې کولی شئ د اصلي او ایډیټ شوي انځور ترمنځ توپیر مشاهده کړئ:






لومړی انځور اصل دی چې په ۲۰۱۸ کال کې خپور شوی دی او دوهم انځور بیا ایډیټ شوی دی.





اصل انځور هغه مهال د ځینو رسنیو له لوري خپور شوی کله چې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر میاشت کې هلمند ولایت ته سفر کړی و.


VOA Archived Link

BBC Archived Link


پایله:

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبانو د حکومت سرپرست دفاع وزیر ترمنځ هیڅ لېدنه نده شوې او هغه انځور چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له یادې ادعا سره خپور کړی، اصلاً ایډیټ شوی او اصل انځور یې په کال ۲۰۱۸ کال کې رسنیو خپور کړی. هغه مهال پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هلمند ولایت ته سفر درلود.



Claim Review :   پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د طالبانو د حکومت سرپرست دفاع وزیر سره ناڅاپي لېدنه وکړه
Claimed By :  Social Media Users
Fact Check :  FALSE