
د کب یا حوت د میاشتې په ۱۳مه د انعکاس د ټلویزیون درې ښځینه کارکوونکې د نامالومو کسانو له خوا په دوو جلا جلا پېښو کې ووژل شوې. له دې خبر نه وروسته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له خوا د نادیې مومند او حیا حبیبي د انعکاس ټلویزیون کارکوونکې عکسونه نشر شول، ګواکې دا چې هغوی په دې پېښه کې ترور شوې دي.
خو اصلي خبره دا ده چې په دې پېښه کې د انعکاس ټلویزیون د دوبلې درې ښځینه کارکوونکې وژل شوې دي چې نادیې مومند او حیا حبیبي ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
ټولنیزې رسنۍ
په ټولنیزو رسنیو کې لاندې عکس چې د نادیې مومند او حیا حبیبي دی، ښکته او پورته کیږي ګواکې دا چې هغوی وژل شوې دي.
د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکي بیا د دې خبر په اړه د وضاحت پوسټ یې کړي او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې نادیه مومند او حیا حبیبي نه بلکه د انعکاس ټلویزیون د دوبلې نورې همکارانې وژل شوې دي.
راشئ په دې پوه شو چې اصلي خبره څه ده.
د پېښې ارزونه
د حیا مومند د تویت له مخې چې له دغې پېښې څخه یې وروسته کړی، ښکاري چې هغه ژوندۍ ده او په دې پېښه کې آغلې مومند او حبیبي ته کوم زیان نه دی اوښتی. آغلې مومند په خپل تویت کې لیکلي: «ستاسو د ډاډ لپاره زه او حیا حبیبي روغې جوړې یو. خو له بده مرغه نن پیښه کې مو د دوبلې برخې همکارانې شهیدانې شوې دي».
ستاسو د ډاډ لپاره
— Nadia Momand (@NadiaMomand) March 2, 2021
زه او حیا حبیبي روغې جوړې یو. خو له بده مرغه نن پیښه کې مو د دوبلې برخې همکارانې شهیدانې شوې دي.
مونږ له ځینو ملګرو هیله کوو چې بې ځایه نشرات مه کوئ
😰😰
درسره شریک یې کړئ pic.twitter.com/ildDlSmWRm
د انعکاس ټلویزیون رییس انجینیر زلمی لطیفي وایي چې په دې پېښه کې مرسل واحدي، سعدیه سادات او شهناز رووفی وژل شوې دي.
د انعکاس ټلویزیون فېسبوک پاڼه کې د هغو درېیو ښځینه کارکوونکې عکسونه لیدل کیږي چې په دې پېښه کې وژل شوې دي. په دې عکس کې د نادیې مومند او حیا حبیبي عکسونه نشته.
دا پېښه پر یو وخت په دوو جلا جلا ځایونو کې شوې ده. د پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخستی خو د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمعه ګل همت وایي چې دوی یو تن یې د ریکشې او یو میل تفنګچې سره نیولی دی چې د نېول شوي کس په اړه شکونه را ولاړ شوي دي. نوموړی د «طالبانو اړوند کس یاد کړ». طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په پېښه کې لاس لرل رد کړی دی.
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې هغه خبر چې ګواکې د انعکاس ټلویزیون دوه ښځینه همکارانې د نادیې مومند او حیا حبیبي په نوم وژل شوې، ګونګسې او ناسم خبر دی. هغوی روغې او رمټې دي. په دې پېښه کې د دې ټلویزیون درې نورې ښځینه همکارانې د سعدیې، مرسل او شهناز په نوم وژل شوې دي.