
مسټر بین، چې په نړۍ واله کچه یو ډېر مشهور بریتانیایي کومیډن دی او اصلي نوم یې (Rowan Sebastian Atkinson) دی، په اړه یې ځینې غیر حقیقي ادعاوې او انځورونه خپاره شوي. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو مسټر بین ته د ورته پاخه عمرونو او ناروغو کسانو انځورونه، چې ایډیټ شوي هم دي، خپاره کړي او ورسره یې لیکلي، چې نوموړی په ډېر نازک روغتیایي حالت کې دی.
دا چې ایا دغه انځورونه رېښتیا هم په مسټر بین پورې تړاو لري او کنه؟ راځئ دلته یې ولولو!
تاسې کولی شئ، چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاوونکو څو پوسټونه د نمونې په توګه په لاندې ډول مشاهده کړئ.

رېښتیا څه دي؟
د مسټر بین په اړه د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا دروغ ده او په ناروغ حالت کې ښکاریدونکي انځورونه د مسټر بین، نه بلکې د نورو اشخاصو دي.
یو انځور اصلاً په کرونا د اخته ۹۵ کلن کس دی، چې ۲۰۲۱ کې د alamy ایجنسي خپور کړی او بل هم مسټر بین ته د ورته یو شخص انځور دی، چې (Barry Balderstone) نومیږي او د ورپېښې ناروغۍ له امله یې په ۲۰۲۱ کې ژوند له لاسه ورکړی وو.
موږ ولې وایو، چې دا انځورونه په مسټر بین پورې تړاو نلري؟
موږ د مسټر په نوم د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري پر خپرو شویو دواړو انځورونو ګوګل سرچ ایمیج پلی کړ، چې هلته مو ډېر داسې شواهد ترلاسه کړل، چې یاد انځورونه په مسټر بین پورې هیڅ تړاو نلري، بلکې هغه ته ورته ایډیټ شوي دي.
لاندې تاسې کولی شئ ایډیټ شوي او اصلي انځورونه سره پر تله کړئ او توپیر یې وپیژنئ:
ایډیټ شوی انځور:

د پورته انځور اصلي بڼه د alamy په نوم انځوریزې ایجینسي خپور کړی چې تاسې یې په لاندې توګه مشاهده کولی شئ:

دوهم ایډیټ شوی انځور:

د پورته دوهم انځور اصلي بڼه د ډیلي سټار په نوم ویبپاڼې له یو خبر سره خپور کړی چې تاسې یې په لاندې توګه مشاهده کولی شئ:

همدا راز موږ د مسټر بین د روغتیا او د وروستي حالت په اړه ځیني کلیدي توري وپلټل چې د Zero Racing یوټیوب چینل کې مو د هغه یوه انټروي وموندله، چې یوازې پنځه میاشتې مخکې اپلوډ شوې ده. په دغه انټروي کې د مسټر بین ظاهري روغتیایي حالت نورمال ښکاري، چې تاسې یې ویډیو لاندې کتلی شئ:
پایله: د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې د مسټر بین په اړه د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا دروغ او په ناروغ حالت کې ښکاریدونکي انځورونه ایډیت شوي دي. یو انځور اصلاً په کرونا د اخته ۹۵ کلن کس دی، چې ۲۰۲۱ کې د alamy ایجنسي خپور کړی او بل هم مسټر بین ته د ورته یو شخص ایډیټ شوی انځور دی، چې (Barry Balderstone) نومیږي او د ورپېښې ناروغۍ له امله یې په ۲۰۲۱ کې ژوند له لاسه ورکړی وو.

ایا د کومیډن مسټر بین روغتیایي حالت رېښتیا نازک او خفه کوونکی دی؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False