له هغه وخت وروسته، چې طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته ورسېدل، افغان مېرمنې او نجونې د زده کړو له محدودیتونو او یو شمېر نورو بندیزونو سره مخ شوې.

د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته پر زده کړو د طالبانو د بندیز دغه پرېکړه په کور دننه او بهر له بېلا – بېلو غبرګونو سره مخ شوه. د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو تر بندیز وروسته په ټولنیزو رسنیو کې څو – څو ځله ادعاوې او خبرونه خپاره شوي، چې ګواکې طالبانو ښځو ته بیرته د زده کړو اجازه ورکړه، خو په رسمي ډول د طالبانو له لخوا تر اوسه هیڅ داسې اعلان ندی شوی.

اوس یو ځل بیا په ټولنیزو رسنیو کې ادعا کیږي، چې تر درې کلین ځنډ وروسته طالبانو د نجونو پر مخ ښوونځیو ته اجازه ورکړه، په داسې حال کې چې دغه ادعاوې کوم حقیقت نلري.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا وګورئ:

فېسبوک لینک آرشيف لینک

په ټولنیزو رسنیو کې د فیسبوک یو شمېر کاروونکو داسې ادعا کړې: « تر دری کلن ځنډ وروسته د انجونو مکتبونه خلاص شول».

په هر صورت، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په افغانستان کې د طالبانو د دویمې دورې له پیل راهیسي تر دې دمه په رسمي ډول د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نده شوې. د یادوونې وړ ده، چې دا لومړی ځل ندی، چې د ښځو یا نجونو د زده کړو د پرانیستلو په تړاو غیر حقیقي ادعاوې کیږي، بلکې تر دې وړاندې هم دغه ډول ناسمې ادعاوې شوي دي.

د څېړنې میتود:

موږ لومړی په انټرنیټ او ګوګل سرچ انجن کې د ادعا اړوند کلیدي کلېمې ولټولې، تر څو مالومه کړو، چې ایا کومې باوري خبري رسنۍ په دې اړه راپور یا خبر خپور کړی دی او کنه. بیا مونږ د طالبانو د ځینو رسمي چارواکو (لکه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد) له ایکس پاڼې هم لېدنه وکړه. مونږ په هیڅ داسې رسمي ادرس یا رسنیز ویب پاڼه کې د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو په اړه راپور پیدا نکړ.

د نورو رسنیو تر څنګ بي بي سي د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو د بندیز موضوع ته ډېر پوښښ ورکوي، د نجونو د زده کړو په اړه د بي بي سي وروستي راپور کې ویل شوي، چې لا هم د نجونو پر زده کړو بندیز ادامه لري او پکې ویل شوي، چې د دې بندیز له امله ځوان نسل (نجونې) مایوسه شوې دي.

بي بي سي آرشیف لینک

همدا راز د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد ټویټر (ایکس) پاڼه کې هم تر اوسه رسماً د نجونو د ښوونځیو د پرانیسلو په اړه هیڅ اعلان یا خبر نشته.

تاسې کولی شئ، لاندې د ذبیح الله مجاهد د رسمي اکونټ څخه لېدنه وکړئ، چې هلته د طالبانو لخوا په رسمي ډول تر دې دمه د نجونو پر مخ د زده کړو اجازې په اړه کوم اعلان یا خبرتیا نده خپره شوې.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد ایکس (ټویټر) رسمي پاڼې لینک

د دې تر څنګ د (IOL) نومې مشهورې ویبپاڼې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د زده کړو د بندیز په تړاو یو وروستي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د زده کړو نوی کال پیل شو، خو نجونې لا هم له زده کړو محرومه دي.

IOL Archived Link

د دې هر څه سربیره، په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالب مشرانو پر ښځو محدودیتونه لا ډېر کړي دي. هغوی یې د زده کړو له منع کولو سر بیره له سندرو ویلو، شعر ویلو یا په لوړ غږ له خبرو کولو هم منع اعلان ګرځولي دي.

VOA Archived link

پایله

د فکټ کریسنډو له دې څېړنو مالومه شوه، چې د نجونو لپاره د ښوونځيو د بيا پرانستلو په اړه د ټولنيزو رسنيو ادعاوې بې بنسټه دي او تر دې دمه هیڅ کومې باوري رسنۍ او یا هم د طالبانو حکومتي چارواکو رسمي اعلان یا راپور ندی ورکړی.

Avatar

سرلیک: په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو ادعاوې دروغ دي.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading