د طالب په لاس د بلک هاک چورلکې د سقوط ویډیو: دا ویډیو د کوم وخت ده؟

False International

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د روانې اکتوبر میاشتې له ۲۲مې (وړمې ورځې راهیسي) د یوې امریکایي بلک هاک چورلکې (هلیکوپټر) د سقوط ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې تازه طالبانو یوه امریکایي چورلکه د ناپوهۍ له امله وغورځله او په دې سره یې هم خپل ژوند تباه کړ او هم یې ۵۰ میلیونه ډالر خراب کړل.

دا چې دغه پېښه کله شوې ده، فکټ کریسنډو یې په اړه مالومات څېړلي دي.

د فیسبوک، انسټاګرام او ټویټر یو شمېر کاروونکو یادې ویډیو سره لیکلي: څو ساعته وړاندې د طالبانو یو سرتېری په چورلکې پیلوټۍ ته ناست وو، چې هم یې ځان او هم یې خپل استاد (ټرینر) ووژلو او هم یې ۵۰ میلیونه ډالر خراب کړل. تاسې کولی شئ، لاندې په ټولنیزو رسنیو کې د پوسټونو او ادعا څو بېلګې مشاهده کړئ:

Archive + Facebook-Post

Archive + Instagram-Post

Archive + X-post

رېښتیا څه دي؟

د امریکا – جوړه بلک هاک (U.S-made Black Hawk helicopter) نسکوریدو پېښه اوس نه، بلکې شاوخوا ۲ کاله وړاندې د ۲۰۲۲ کال سپتمنبر میاشت کابل کې د یو طالب پیلوت د ټرینینګ پر مهال رامنځته شوې وه، چې د یاد طالب پیلوټ په شمول د هغه ټرینر او یو بل کس پکې وژل شوی وو او پنځه نور ټپیان شوي وي وه. همدا راز د راپورونو له مخې د دغې بلک هاک چورلکې قیمت ۵۰ میلونه ډالر نه، بلکې ۳۰ میلیونه ډالر ښودل شوی دی. نو دا په دې مانا چې د یادې پخوانی پېښې ویډیو اوس په ټولنیزو رسنیو کې د یوې تازه پېښې تر عنوان لاندې له ناسمو ادعاوو سره خپره شوې ده. 

د حقېقت څېړنه:

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو د ویډیو څخه یو منظم سکرین شاټ واخېست او ګوګل ایمیج مو پرې پلی کړ. موږ د یادې ویډیو په اړه د باوري رسنیو ګڼ راپورونه وموندل، چې په دې سره موږ دې پایلې ته ورسیدو، چې پېښه اوسنۍ نه، بلکې شاوخوا دوه کاله پخوانۍ ده. 

هندوستان ټایمز ویبپاڼېت په ۲۰۲۲ کال سپتمبر کې د همدې پېښې ویډیو هم خپره کړې او ترڅنګ یې خپل راپور (د امریکا د بلک هاک چورلکې د الوتلو لپاره د طالبانو ناکامه هڅه؛ په کابل کې د چورلکې غورځېدلو پېښې له امله درې تنه ووژل شول) کې نور جزیات هم نشر کړي دي. 

Archive

NDTV هم د ۲۰۲۲ کال سپتمبر کې د یادې پېښې په اړه راپور (ویډیو: د طالبانو پیلوټ د تمریناتو پر مهال د امریکا بلک هاک چورلکه نسکوره کړه) او ویډیو دواړه خپاره کړي.

Archive

همدا راز تاسې تاسې کولی شئ په یوټیوب کې هم د خبري چینلونو لخوا د همدې پېښې ویدیو وګورئ، چې شاوخوا دوه کاله پخوا خپرې شوي دي:

ویډیو

پایله: 

د امریکا – جوړه بلک هاک (U.S-made Black Hawk helicopter) نسکوریدو پېښه اوس نه، بلکې شاوخوا ۲ کاله وړاندې د ۲۰۲۲ کال سپتمنبر میاشت کابل کې د یو طالب پیلوت د ټرینینګ پر مهال رامنځته شوې وه، چې د یاد طالب پیلوټ په شمول د هغه ټرینر او یو بل کس پکې وژل شوی وو او پنځه نور ټپیان شوي وي وه. همدا راز د راپورونو له مخې د دغې بلک هاک چورلکې قیمت ۵۰ میلونه ډالر نه، بلکې ۳۰ میلیونه ډالر ښودل شوی دی. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *