
د ټولنیزو رسینو فیسبوک کاروونکو د لیبیا هېواد بنغازي ښار د یو پل انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې دا د کابل کوټي سنګي د پل انځور دی. په داسې حال کې چې بنغازي د لیبیا یو تر سترو ښارونو دی او دغه پل هلته موقیعت لري.
تاسې کولی شئ، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک څو کاروونکو پوسټونه د نمونې په توګه په لاندې ډول مشاهده کړئ:
دوی په خپلو پوسټونو کې د بنغازي پل له انځور سره لیکلي، «کابل کوټه سنګي، زړونه ورکړئ».


رېښتیا څه دي؟
دغه انځور چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان فیسبوک کاروونکو له یادې ادعا سره خپور کړی، چې ګني دا د کابل کوټي سنګي سیمه یا پل دی، دروغ دي. دا پل په حقیقت کې د لیبیا په بنغازي ښار کې موقیعت لري.
موږ ولې وایو، چې دا انځور د کابل کوټي سنګي سیمي پورې تړاو نلري؟
موږ دغه انځور چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان فیسبوک کاروونکو د کابل کوټي سنګي تر نوم لاندې خپور کړی، لومړی مو په ګوګل ایمیج کې وپلټلو، چې هلته زیات شمېر شواهد په لاس راغلل او په لاندې ډول دي.
موږ د همدې پل انځور په ۳عاجل لیبیا ویبپاڼې کې پیدا کړ، چې هلته د دې پل له بل اړخ څخه انځور اخیستل شوی او په خبر کې ورسره لیکل شوي، «د بنغازي د پنځو پلونو پرانستل د سترو مراسمو په ترڅ کې…».

د The Libya Update په نوم ایکس پاڼې څخه د همدې پل څو انځورونه خپاره شوي دي او هلته هم وروسره واضح لیکل شوي دي چې «بنغازي د څو پلونو د پرانیستلو لپاره چمتوالی لري».
د تاجوراء الوسط په نوم فیسبوک اکونټ مشخصاً همدا انځور له دې «بنغازي به ۵ پلونه پرانیزي» عنوان سره خپور کړی.
د عاجل بنغازينو په نوم فیسبوک پاڼې هم د دې پل یو انځور خپور کړی، چې تاسې په لاندې ډول مشاهده کولی شئ:
Archive
پایله: د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې دغه انځور د کابل کوټي سنګي سیمه یا پل ندی، بلکې دا پل په حقیقت کې د لیبیا په بنغازي ښار کې موقیعت لري.

دلیبیا په بنغازي کې د یو پل انځور د کابل کوټي سنګي د پل په نوم خپور شوی دی. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False