د نړۍ تر ټولو قیمتي کیله څه شوه او خوند یې څنګه وو؟

Insight International

Photo by Peter PARKS / AFP

د نومبر په ۲۰مه د امریکا نیویارک ښار کې د یو تاریخي او هنري اثارو د لیلام بازار کې یوه تازه کیله، چې په دېوال پورې سریښ شوې وه په ۶.۲ میلیونه ډالرو وپلورل شوه.

دغه کېله له عام دوکاندار څخه په څو پېرل شوې ده؟ بیرته چا په ۶.۲ میلیونه ډالر واخیستله؟ کېله اخیر څه شوله؟ د کېلې خوند څنګه وو؟ راځۍ د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې د نړۍ تر ټولو د قیمتي کېلې ټوله کېسه ولولو!

د نړۍ قیمتي کېله:

د ۲۰۲۴ کال نومبر میاشت په وروستیو کې د نویارک ښار  د لیلام په یو بازار کې یوه کیله، چې په دیوال باندې سریښ شوې وه لومړنی قیمت یې په د بولۍ پر مهال ۱ میلیون ډالر ایښودل شوی وو. د VOA راپور له مخې، په نیویارک کې په ۶.۲ میلیون ډالرو پلورل شوې کېله اصلاً له نیلام کېدو څخه څو ساعته وړاندې په دغه ښار کې له یو بنګله دیشي هټۍوال څخه په یوازې ۳۵ سنټونو پیرل شوې وه. د لیلام مسئولینو وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې اوو کسانو یې د اخیستلو لپاره لېوالتیا وښودله او په بولۍ کې یې قیمت تر ۶.۲ میلیون ډالرو پورې ورسید. همدا کیله د جسټین سن په نوم د کریپټو کرنسي یو چینايي پانګه وال د نومبر په ۲۰مه وپېرله.

رسنیو د کېلې پېرېدونکي جسټین سن له قوله ویلي: «دا کیله یوازې یو هنري اثر نه دی، بلکې د یو کلتوري ارزښت استازیتوب کوي چې د هنر نړۍ، میمونه او د کریپټو ټولنې سره نښلوي. جسټن زیاته کړې، فکر کوي، چې دا کړنه به د تاریخ برخه به شي».

تاسې کولی شئ، د وال ستریټ ژورنال له لوري د دغې کېلې د بولۍ صحنه وګورئ:

کیله اوس څه شوه؟

د کریپټو کرینسي بسټګر جسټین سن، چې نیویارک ښار تاریخي اثارو بازار کې یې یاده کیله په ۶.۲ میلیون ډالر اخیستې وه، نهه ورځې وروسته یې د نومبر په ۲۹مه وخوړله.

هغه د دې کېلې خوړولو پر مهال مسکی شي او کپله ترې وکړي.

تاسې کولی شئ د نړۍ تر ټولو د قیمتي‌ کېلې د خوړلو صحنه د AFP له چینل څخه په لاندې ویډیو کې وګورئ:

د کېلې خوند څنګه وو؟

تر ټولو جالبه دا ده، جسټین کیله وخوړله خو له ملګرو او نورو ځینو خلکو سره دا پوښتنه پیدا شوه، چې د کېلې خوند څه ډول وو.جسټین سن په خپل ایکس پاڼه لیکلي، ډیری ملګرو زما څخه د کیلې د خوند په اړه پوښتنه کړې ده. وایي که رېښتیا ووایم، دا داسې یوې کېلې خوند چې تر شا یې مهمه کېسه موجوده وي، له عادي کېلې یې خوند توپیر کوي او ممکن د همدې کېلې خوند کلونه وروسته په یاد کې پاتي وي.

Avatar

د نړۍ تر ټولو قیمتي کیله څه شوه او خوند یې څنګه وو؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Insight

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *