
امریکایي جفري اپسټین، چې پر جنسي قاچاق او په کم عمره نجونو د جنسي تېریو په تور پېژندل شوی دی، د امریکا د عدلیې ډیپارټمنټ یې په دا وروستیو کې ځیني فایلونه له خلکو سره شریک کړل. د اپسټین د مړینې خبر اصلاً د 2019 کال اګسټ کې خپور شو. اوس 2026 کې چې د نوموړي د جرمونو په خبرونه زیات خبرونه خپاره شول، نو تازه د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو اپسټین ته مطلوب څو انځورونه، چې پکې ښکاري اپسټین له څو نورو کسانو سره قدم وهي، له دې ادعا سره خپاره کړي، چې ګواکې جفري اپسټین ژوندی دی او په اسراییلو کې دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر ټولنیزو رسنیو کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او خپور شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) په وسیله جوړ شوی دی.
دا چې بشپړ حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپاره شويو انځورونو سره خپلو پوسټونو کې لیکلي دي: «جیفري اپسټین ژوندی دی.»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. د جفري اپسټین د مړینې خبرونه اصلاً د 2019 کال اګسټ میاشت کې خپاره شوي دي دی او خپاره شوي انځورونه اصل کې په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) جوړ شوی دی.
موږ ولې وایو، د اپسټین په اړه دغه ادعا دروغ ده او وایرل شوی انځور په (Gemini) جوړ شوی دی؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو خپور شوي انځور په دقت سره وکتلو. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې وایرل شوی شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) په وسیله جوړ شوی دی او شوې ادعا دروغ ده.
په 2019 اګسټ کې ګڼو باوري رسنیو لکه نیویارک ټایمز، د ګارډن او نورو د جفري اپسټن د مړیني په اړه تفصیلي راپورونه خپاره کړي، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی او لوستلی شئ.


د دې تر څنګ موږ له ادعا سره خپور شوی انځور په دقت سره وکتلو، او ومولېدل، چې په انځور د (Gemini) لوګو یا نښه شته دی، چې دا په دې مانا چې دغه انځور په مصنوعي ځیرکتیا په ځانګړې توګه د (Gemini) په واسطه جوړ شوی دی.
تاسې کولی شئ په لاندې انځور کې د جمنای لوګو وګورئ.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. د جفري اپسټین د مړینې خبرونه اصلاً د 2019 کال اګسټ میاشت کې خپاره شوي دي دی او خپاره شوي انځورونه اصل کې په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) جوړ شوی دی.

