
پر ایران د امریکا-اسراییلو د جګړې په دوران کې د 2026 کال مارچ میاشتې په ۱۵مه د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاټز د خبري کنفرانس یو ویډیو کلیپ له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې په دې خبري کنفرانس کې کاټز ویلي، چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو نور ژوندی ندی او مړ شوی دی. خو د دغې ادعا سره د خپور شوي ویډیو کلیپ په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده کاټز داسې کومه خبره نده کړې.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په بېلا بېلو پوسټونو کې له یاد ویدیو کلیپ سره لیکلي دي: «د اسراییلو دفاع وزیر ویلي، چې د اسراییلو لومړی وزیر نتنیاهو نور ژوندی نه دی او مړ شوی دی.»

Archive | + | Facebook Post
Archive | + | Facebook Post
Archive | + | Facebook Post
رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاټز تر دا مهاله په کوم خبري کنفرانس کې ندی ویلي، چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو نور ژوندی ندی او مړ شوی دی، بلکې هغه د ایران د جګړې په اړه څرګندوونې کړي دي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو وایرل شوی ویډیو کلیپ په ډېر دقت سره وکتلو، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ادعا ناسمه ده.
د Middle East Eye پر رسمي فیسبوک همدا ویډیو نشر شوې ده، او هلته د دې ویډیو پوسټ سره لیکل شوي دي: د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاټز ویلي دي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو ګډه جګړه “پراخه او پرېکنده پړاو ته ننوځي”، او خبرداری یې ورکړی چې دا به “تر هغه چې اړتیا وي” دوام وکړي. په خپله مطبوعاتي اعلامیه کې، کاټز د ایران د خرګ ټاپو په بریدونو وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستاینه هم وکړه.
همدا راز موږ د ټولې ویډیو کپشن ولوستلو او داسې کومه خبره پکې نه شوې، څه ډول چې د فیسبوک یاد شمېر کاروونکي یې په اړه ادعا کوي.
د دې تر څنګ موږ د اسراییلو د دفاع وزیر د دغې برخې ویډیو بشپړ متن هم ومندلو، چې english.news.cn له ویبپاڼې خپور شوی دی. هلته هم ویل شوي چې، د اسراییلو دفاع وزیر وايي چې د ایران پر وړاندې جګړه “وروستي او پرېکنده پړاو ته ننوځي”.
نور تاسې په لاندې توګه مشاهده کولی شئ.

په عین توګه دا چې د اسراییلو دفاع وزیر دغه وینا د روانې مارچ په ۱۴مه کړې ده، نو موږ یې د بشپړې وینا په اړه راپور kurdistan24.net کې ولوست. په دې راپور کې هم داسې کوم څه موږ ونه موندل، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو ادعا څخه ملاتړ وکړي، چې مانا د ټولنیزو رسنیو کې دغه وایرل شوې ادعا دروغ ده او د اسراییلو دفاع وزیر تر اوسه ندي، ویلي چې نتنیاهو مړ شوی دی.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاټز تر دا مهاله په کوم خبري کنفرانس کې ندی ویلي، چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو نور ژوندی ندی او مړ شوی دی.
ایا د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاټز رېښتیا ویلي دي چې، د اسراییلو لومړی وزیر مړ شوی دی. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

