
د ټولنیزو رسینو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو، د یو پاسپورټ انځور، چې لرغوني فرعون ته مطلوب دی، له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې، د مصر فرعون ته ۳ زره کاله وروسته په ۱۹۷۴م کال کې د دې لپاره پاسپورټ جوړ شو، تر څو له مصر څخه فرانسې ته د دوهم رامسس (لرغوني فرعون) جسد د مومیایي کولو لپاره ولېږدول شي. خو څېړنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او په اصل کې د یاد پاسپورټ انځور په ډیجیټلي بڼه د نمایش لپاره جوړ شوی او د لرغون پوهنې یو ویبسایټ (heritagedaily.com) ۲۰۲۰ کې خپور کړی دی.
د بشپړ مطلب لپاره د فکټ کریسنډو دغه څېړنه ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې د یاد پاسپورټ له انځور سره لیکلي دي: «د مصر فرغون ۳ زره کاله وروسته پاسپورټ واخیست. په ۱۹۷۴ م کال کې د فرعون مومیامي جسد باید د مصر څخه پاریس ته انتقال شوی وی خو د فرانسې د قانون پر اساس هر سړی باید فرانسي ته پر داخلیدو پاسپورټ له ځان سره ولري، هغه که ژوندی وي یا هم مړ…»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. په اصل کې له شوې ادعا سره د خپور شوي پاسپورټ انځور په ډیجیټلي بڼه د نمایش په موخه جوړ شوی او د لرغون پوهنې یو ویبسایټ (heritagedaily.com) ۲۰۲۰ کې خپور کړی دی.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او د دې تر څنګ مو وایرل شوی انځور په ګوګل ایمیج کې سرچ کړ. تر لاسه شویو پایلو وښوده، چې د یاد پاسپورټ دغه انځور فزیکي او حقیقي بڼه نلري، بلکې یو نمایشي ډیجیټل بڼه باندې جوړ شوی انځور دی.
د لرغون پوهنې یو ویبسایټ (heritagedaily.com) ۲۰۲۰ کې د (The passport of Ramesses II) تر عنوان لاندې یوه لېکنه خپره کړې او په دې لېکنه کې یاد انځور ته په کپشن کې په واضح ډول لیکل شوي دي: «مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، دا د یوه هنرمند لخوا جوړ شوی انځور دی او اصلي پاسپورټ نه دی»

د دې تر څنګ موږ د پاسپورټ انځور ته په دقت سره وکتل او ومولېدل، چې د پاسپورټ په انځور کې د بارکوډ لاندې لیکلي شوي دي: HERITAGEDAILY.COM
د دې مانا دا ده، چې د انځور منبع هم همدا د لرغون پوهنې یاد ویبسایټ دی او اصلاً د کوم فزیکي پاسپورټ انځور ندی.

همدا څېر موږ وموندله، چې په ۲۰۲۰ کال کې AFP اژانس د دې انځور په اړه د حقیقت پلټنه کړې ده. دوی هم په خپلو پایلو کې لیکلي، چې د پاسپورټ دا انځور په ډیجیټلي بڼه د نمایش په موخه جوړ شوی دی.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. په اصل کې له شوې ادعا سره د خپور شوي پاسپورټ انځور په ډیجیټلي بڼه د نمایش په موخه جوړ شوی، نه دا چې کوم فزیکي یا حقیقي پاسپورټ دی.
ایا د مصر لرغوني فرعون مومیایي جسد ته رېښتیا پاسپورټ جوړ شوی دی؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

