
له تېرې یوې اونۍ راهیسي پر ډیورنډ فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د جګړو او تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي، چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
په دې لړ کې د ۲۰۲۵ کال اکتوبر میاشتې په ۱۵مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د ډرون الوتکې یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګني دغه الوتکه د افغانستان پر فضا ګرځي او دا ډرون الوتکه د افغانستان ده، په داسې حال کې چې یاده ډرون الوتکه یوه امریکایي ډرون ده او انځور پخوا په ۲۰۱۳ کال کې اخیستل شوی دی.
بشپړ مطلب د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې له خپور شوي انځور سره لیکلي: «د کابل پر فضا ګرځنده ډرون الوتکې د افغانستان اړوند دي اندېښنه مکوئ».

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا غولوونکې ده. هغه انځور چې له یادې ادعا سره خپور شوی دی، اصلاً د یوې امریکایي MQ-9 Reaper ماډل ډرون الوتکې دی او دا انځور د Getty images لخوا په کال ۲۰۱۳ کې اخیستل شوی دی.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده او خپور شوی انځور پخوانی دی؟
موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې خپور شوی انځور بې تړاوه او پخوانی دی او همدا راز شوې ادعا غولوونکې ده.
همدا انځور، چې له یادې ادعا سره خپور شوی Getty images په ۲۰۱۳ کال کې خپور کړی او په کپشن کې یې ورته لیکلي: «… د امریکا MQ-9 ریپر بېپیلوټه الوتکه د کندهار ښار د پاسه الوتنه کوي…».

موږ بیا د همدې انځور، چې Getty images خپور کړی، د اخیستو، خپرولو، ځای، اخیستونکي …. مالومات هم وکتل، چې تاسې یې هم په لاندې توګه لوستلی شئ.

د دې تر څنګ په رسنیو کې هم دا انځور د یو استازي یا representative انځور په توګه کارول شوی دی. د مثال په توګه د The Times of Isreal یوې ویبپانې هم د یو خبر سره دا انځور خپور کړی دی. خو په ویبپاڼه کې له انځور سره منبع او اصلي انځور اخیستونکې اداره او شخص ذکر شوی دی. هلته له دې انځور سره د منبع په توګه لیکل شوي دي: (Massoud Hossaini/AFP) او نور جزیات په لاندې توګه په انځور کې لوستلی شئ:

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا غولوونکې ده. هغه انځور چې له یادې ادعا سره خپور شوی دی، اصلاً د یوې امریکایي MQ-9 Reaper ماډل ډرون الوتکې دی او دا انځور د Getty images لخوا په کال ۲۰۱۳ کې اخیستل شوی دی.

ایا په انځور کې دغه ډرون الوتکه رېښتیا د افغانستان اړوند ده؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading