په دا وروستیو کې د ایراني پولیسو له لوري د یو معتاد د شکنجه کولو ویډیو خپره شوې، چې اوس همدغه ویډیو د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو له خپلو (ایکس) اکونټونو څخه خپره کړې ده او ادعا یې کړې، چې ایراني پوليسو يو افغان کډوال په وهلو ـ ډبولو د موټر ډالې ته ور اچولی، ترڅو له ایران څخه یې وشړي.

دغه پېښه، د ۲۰۲۴ کال اګسټ میاشتې په ۲۶ رامنځته شوې او د بي بي سي له انسټګرام پاڼې څخه د اګسټ په ۳۰مه (د سنبلې ۹مه) خپره شوې ده. په ویډیو کې څو تنه ایراني پولیس د تهران په باقرشهر سیمه کې یو کس په وهلو – ټکولو د موټر ډالې ته ور اچوې او په سیمه کې یو عام وګړي له دې صحنې څخه ویډیو ریکارډ کړې او بیا یې رسنیو ته استولې ده.

که څه هم تر دې مخکې په ایران کې د افغان کډواولو پر وړاندې د ایراني پولیسو له لوري د ناوړه چلند او تاوتریخوالي راپورونه ورکول شوي دي؛ خو د دې ویډیو په اړه موندنې ښيي، چې ویډیو په نشه یي توکو د یو متعاد د نېولو پر مهال ریکارډ شوې ده او د کوم افغان کډوال له شړلو سره تړاو نلري.

تاسې کولی شئ، چې لاندې د ایکس (ټویټر) د کاروونکو پوسټونه وګورئ:

د ABN Pashto په نوم د ایکس یوې پاڼې د دې ویډیو سره لیکلي دي، چې ایراني پولیس یو افغان ځوان په وهلو - ډبولو د موټر ډالې ته ور اچوي تر څو له خپل هېواد (ایران) څخه یې وشړي.

د عزیزي بغلاني په نوم د ایکس یو کاروونکي هم ورته ادعا کړې او لیکلي یې دي، چې ایراني پولیس په ناوړه چلند سره یو افغان ځوان په وهلو ـ ټکولو د موټر ډالې ته ور اچوي…

همدا راز د محمد افغان په نوم یو بل کس په خپله ایکس پاڼه له همدې ویډیو سره لیکلي: د ایران پولیس افغان ګډوالو سره ناوړه چلند کوي او د امارت (طالبانو) مشران باید په دې اړه له ایران سره جدي خبرې وکړي.

  1. د لومړي پوسټ لینک
    د ارشیف لینک
  2. د دوهم پوسټ لینکد ارشیف لینک
  3. درېیم پوسټ لینکارشیف لینک

په هر صورت، د ټولنیزو رسنیو یادو کاروونکو د دې ادعاو په اړه د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې دغه ویډیو په نشه یي توکو د یو روږدي د نېولو پر مهال ریکارډ شوې ده او د کوم افغان کډوال له شړلو سره تړاو نلري.

د حقېقت څېړنه:

موږ لومړی د ټولنیزو رسنیو د شوې ادعا اړوند کلیدي کلېمې وکارولې او بیا مو د خپرې شوې ویډیو یو سکرین شاټ د ګوګل ایمیج لټون په مرسته وپلټلو. مونږ د ویډیو په اړه د باوري رسنیو (لکه د بي بي سي فارسي او د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا) راپورونه پیدا کړل. هلته مو ولوستل، چې ویډیو هغه مهال د یو عام وګړي لخوا ریکارډ شوې کله چې د تهران پولیسو غوښتل په سیمه کې په نشه یي توکو روږدي کسان ونیسي او له ځان سره یې بوځي، په داسې حال کې، چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا دا ده، چې ګواکې ایراني پوليسو يو افغان کډوال په وهلو ـ ډبولو د موټر ډالې ته ور اچولی، ترڅو له ایران څخه یې وشړي.

تاسې کولی شئ، د خپرې شوې ویدیو په اړه ځیني حقیقتونه دلته مشاهده کړئ:

بي بي سي فارسي د دې ویډیو په اړه د تهران د انتظامي قومندانۍ له قوله په خپل وروستي راپور کې تایید کړې، چې دا کړنه د تهران په باقرشهر سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې ده، کله چې پولیسو غوښتل په نشه یي توکو یو روږدی (متعاد) د موټر ډالې ته واچوي او د روږدو روغتون ته انتقال کړي.

بي بي سي راپور لینکارشیف لینک

همدا راز د ایران دولتي خبري اژانس (IRNA) د دې پېښې او ویډیو په اړه د تهران د لوی قومندانۍ د معلوماتو مرکز له قوله منلې ده، چې په نشه یي توکو د روږدي یاد کس سره د پولیسو له لوري نا مناسبه چلند هغه مهال رامنځته شوی، چې د ۱۴۰۳ کال سنبلې میاشتې په ۵مه نېټه د پولیسو یوې ډلې غوښتل د باقرشهر سیمه کې په نشه یي توکي روږدي کسان ټول او د درملنې لپاره یې له ځان سره یوسي.

د ایران دولتي خبري اژانس په راپور کې دا هم ویل، شوي، چې د تهران لوی قومندانۍ له هغه ښاري (وګړي) څخه مننه کړې، چې دغه ویډیو یې ریکارډ کړې، تر څو د دا ډول ناوړه چلند مخنیوي لپاره مسوولین پام وکړي.

د IRNA راپورارشیف لینک

پایله:

د فکټ کریسینډو څېړنو وموندله، چې دغه پېښه، د ۲۰۲۴ کال اګسټ میاشتې په ۲۶ رامنځته شوې او د بي بي سي له انسټګرام پاڼې څخه د اګسټ په ۳۰مه (د سنبلې ۹مه) خپره شوې ده. د ایراني پولیسو له لوري د ناوړه چلند دغه ویډیو په نشه یي توکو د یو متعاد (روږدي) د نېولو پر مهال ریکارډ شوې ده او د کوم افغان کډوال له شړلو سره تړاو نلري.

Avatar

سرلیک: د ایراني پولیسو له لوري د یو معتاد د وهلو ویډیو له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند له ادعا سره خپره شوې ده.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading