په دې ویديو کې؛ ایا رېښتیا هم نغمې له منګل سره لېدلي دي؟

False National

د ۲۰۲۵ کال اکتوبر او نومبر په بېلا بېلو نېټو د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک او ټکټاک کاروونکو د نغمې یو ویډیو کلیپ، چې پکې ښکاري افغان ښځېنه سندرغاړې نغمه له یو بل شخص سره روغبر کوي، له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې ویډیو کې دغه صحنه د هنرمندې نغمې او منګل ترمنځ لېدنه ده.

ستاسو د مالوماتو په خاطر: نغمه او منګل دواړه پخواني او مشهور افغان هنرمندان (سندغاړي) دي، چې مخکې دوی دواړه سره ښځه او مېړه وو، خو بیا وروسته سره جلا شول. نغمه او منګل لا هم ژوندي دي او د خپل هنر له لارې وخت نا وخت په جلا جلا محفلونو کې را ښکاره کیږي او سندرې وایي. 

دا چې ایا رېښتیا هم په یاده ویډیو کې نغمې له منګل سره لېدلي دي او کنه، د فکټ کریسنډو دغه څېړنه ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. د بېلګې په توګه د دوی له منځه یې ځینو د دې ویډیو سره خپلو پوسټونو کې لیکلي دي: «تر مودې وروسته ښاپیرۍ نغمه د پخوانې خاوند استاد منګل سره مخامخ شوه…».

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | TikTok Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له یادې ادعا سره خپرې شوې ویډیو کې نغمې له خپل پخواني مېړه منګل سره نه، بلکې له یو افغان لیکوال او شاعر محمد عزیز تحریک سره لیدلي دي.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده او وایرل شوې ویډیو کې نغمې له منګل سره ندي لېدلي؟

موږ لومړی د خپرې شوې ویډیو پر څو منظم سکرین شاټونو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. تر هغې وروسته موږ همدا ویډیو کلیپ په ځینو نورو ادرسونو کې پیدا کړې، چې ښیي د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هغه ادعا دروغ ده، چې وایي په ویډیو کې یاده شوې صحنه د نغمې او منګل یو بل سره د لېدنې ده. 

موږ همدا ویډیو د افغان لیکوال او شاعر محمد عزیز تحریک د فامیل غړې (لور) بریشنا تحریک پر فیسبوک او انسټاګرام وموندله، چې نوموړې هلته له دې ویډیو سره لیکلي: «د پښتو ژبې نامتو او خوږه ژبې سندرمارې آغلې ښاپېرۍ “نغمه” او زما پلار جان د پښتو ادب او ژبې ستر شاعر او ليکوال استاد تحریک صاحب، دواړه زموږ ویاړ یاست. خدای مو تل خوښ او سرلوړې لری».

ارشیف

همدا راز د دې لپاره چې له ادعا سره په خپره شوې ویډیو کې د هغه سړي څېره هم مشخص شي، چې د منګل خطاب ورته شوی، د بریشنا تحریک له لوري مو نورې ویډیو ګانې هم سکرول کړې، تر څو د محمد عزیز تحریک څېره ورسره مقایسه کړو. موږ وموندله، چې د محمد عزیز تحریک لور بریشنا تحریک د خپل پلار په اړه یوه بله ویډیو هم خپره کړې وه او هلته یې څېره پکې ښکاري.

بریشنا تحریک د خپل پلار له یوې ویډیو سره، چې د ۲۰۲۴ کال نومبر کې پوسټ کړې ده، لیکلي: With my dad Mohammad Aziz Tahrik (له خپل پلار محمد عزیز تحریک سره). 

ارشیف

همدا راز که تاسې د لیکوال او شاعر محمد عزیز تحریک د ژوند په اړه غواړئ لا ډېر پوه شئ، نوموړي یوه مرکه، چې د (Breshna & Samim) له یوټیوب چینل څخه خپره شوې ده، نوموړي پکې د خپلې شاعرۍ، لیکوالۍ او خپل ژوند خبرې کړي دي، چې تاسې په لاندې توګه کتلی شئ.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له یادې ادعا سره خپرې شوې ویډیو کې نغمې له خپل پخواني مېړه منګل سره نه، بلکې له یو افغان لیکوال او شاعر محمد عزیز تحریک سره لیدلي دي.

Avatar

په دې ویديو کې؛ ایا رېښتیا هم نغمې له منګل سره لېدلي دي؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *