د پاکستانۍ نرښځې انځور د سلسله علي خېل په توګه وایرال شو

Partly False Political

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ټیک ټاک د یوې نوموتې ستورې انځور په پاکستان کې د افغان سفیر د لور سلسله علي خېل په توګه خپور کړی دی.

زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور د آغلې سلسلې علي خېل پورې اړه نه لري. 

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوې پاکستانۍ نرښځې انځور په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب الله علي خېل لور په توګه خپور کړی دی. دا انځور هغه مهال لاس په لاس شوی دی چې په پاکستان کې د سلسله علي خېل د تښتونې او وهل کېدلو خبر خپور شو.

د «تازه خبرونه» په نوم یوې فېسبوک پاڼې د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۱۹مه د انځور په خپرولو سره لیکلې: «دا په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر نجیب الله علي خېل لور ده».

دا فېسبوک پست له نورو سره ۲۳ ځله شریک شوی دی.

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

دا انځور د سلسه علي خېل په نوم د ډېرو نورو کاروونکو تر منځ لاس په لاس شوی دی.

فېسبوک پست/آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د ګوګل د انځورونو برعکس او د ګوګل مهمو کلمو پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور د پاکستان خیبر پښتونخوا د یوې نرښځې او ټیک ټاک مشهورې ستورې «ګل چاهت» پورې اړه لري. 

ګل چاهت د خپل زخمي حالت انځورونه په فېسبوک کې خپاره کړي او لیکلې چې دا زمونږ حال دی او په پاکستان حکومت کې زمونږ د پوښتنې کولو څوک نشته.

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

آغلې ګل چاهت د فېسبوک لایف په یو لړ وېدیوګانو کې چې په مخ کې یې ټپونه لیدل کیږي، په ژړغونی حالت کې د مرستې غوښتنه کوي. هغې ادعا کړې چې د «میرویس» په نوم د یو تن له خوا وهل او ډبول شوې ده.

له بلې خوا، په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب الله علي خېل د خپلې لور اصلي انځور خپور کړی او لیکلي: «په ډېرې بښنې سره: مجبور شوم چې د خپلې لورکۍ سلسله علي خېل عکس دلته خپور کړم، ځکه چې په ټولنیزو رسنیو کې د بل چا عکس په غلطه توګه نشر شوی، په داسې حال کې چې زه یې اصلا نه پېژنم.»

د سلسله علي خېل د تښتونې په اړه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزات د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۱۶مه په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې په اسلام آباد کې د افغان سفیر لور سلسله علي خېل تښتول شوې ده او وروسته شکنجه شوې ده.

د اعلامیې په خبره، آغلې علي خېل تر ۳ ساعتونو وروسته خوشې شوه. آغلې علي خېل په ټکسي کې د کور په لور روانه وه چې نامالومو کسانو هغه یې وتښتوله.

تر دې پېښې وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر احضار شو او د افغان حکومت د اعتراض مراتب ورته وړاندې شول.

دا پېښه د افغانستان او اسلام آباد ډیپلوماتیکې اړیکې هم زیانمنې کړي. افغان حکومت خپل سفیر او لوړ رتبه ډیپلوماتان کابل ته را وغوښتل او د پاکستان سفیر خپل هېواد ته راستون شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «  په پاکستان کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سفیر د لور د اختطاف په دوام د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مشرۍ له لوري، په پاکستان کې افغان سفیر او لوړپوړي ډیپلوماټان د هغوی د بشپړ امنیت خوندیتوب، د تهدیدونو تر رفع کیدلو، د اختطافچیانو تر نیول کیدلو او محاکمه کیدلو پورې کابل ته راوغوښتل.»

تویتر/ آرشیف لېنک

د کابل یو شمېر اوسیدونکو هم د دې پېښې په غبرګون لاریون وکړل. لاریونوال پېښې ته تر رسېدنې پورې په کابل کې د پاکستان سفارت د تړل کېدلو غوښتنه وکړه. 

په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ګنې سلسه علي خېل نه ده تښتول شوې.

پایله

د پاکستانۍ نرښځې هغه انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې د سلسله علي خېل په توګه خپور شوی، ناسم دی. دا انځور د خیبر پښتونخوا د ټیک ټاک ستورې ګل چاهت پورې اړه لري.

Avatar

سرلیک: د پاکستانۍ نرښځې انځور د سلسله علي خېل په توګه وایرال شو

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *