د ویتنام د جنګي موزیم یو انځور د سوریې د زندان بندیانو په نوم خپور شوی دی.

False International

په دې وروستیو کې، چې د هیئت تحریر الشام ډلې په سوریه کې د سیمو نیول پیل کړل، نو ورسره د سوریې پلازمېنې دمشق ته څېرمه د سیدنایه زندان کنټرول یې هم په لاس کې واخیست، دغه زندان د سختو شکنجو او ډله ییزو اعدامونو لپاره پېژندل شوی دی.

خو په سوریه کې د وروستي تحول سره اوس په تولنیزو رسنیو کې د ویتنام د جکړې د یو موزیم انځور، چې هغې یو بندي د مجسمې په توګه ښکاري د سوریې د زنداني تر عنوان لاندې د دروغو له ادعاوو سره خپور شوی.

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو له دې انځور سره لیکلي، صیدنایا په سوریه کې د کابل پلچرخي ته ورته یو مشهور د وحشتونو ډک ستر زندان دی..، چې تاسې په لاندې ډول د پوسټونو بېلګې کتلی شئ:

فېسبوک پوسټ  آرشيف لینک

په هر صورت د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې دغه انځور په سوریه کې د کوم زندان به، بلکې دا په حقیقت کې د ویتنام د جګړې د یو میوزیم انځور دی.

حقیقت معاینه:

موږ په ساده توګه پر خپور شوي انځور د حقیقت معلومولو لپاره ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او د یاد انځور په اړه موږ ته زیات شمېر شواهد په لاس راغلل. موږ وموندله چې دا انځور په سوریه کې د کوم زنداني نه دی، بلکې دا د ویتنام د جګړې مشهور موزیم څخه دی.

Warhistoryonline.com  آرشيف لینک

Jeffersodyssey.com  آرشيف لینک

پایله

له هدې امله، له پورتنیو څیړنو څخه دا څرګنده شوه چې هغه انځور چې په پنجره کې د بندیانو ښکارندویي کوي د سوریې په کوم زندان پورې تړاو نلري، بلکې دا انځور په ویتنام کې د جنګي موزیم انځور دی.

کلیدي کلمې: 

سوریه، زندان، ویتنام، موزیم.

Avatar

د ویتنام د جنګي موزیم یو انځور د سوریې د زندان بندیانو په نوم خپور شوی دی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *