
د فیسبوک یو شمېر کاروونکو د مشهور افغان یوټیوبر همایون افغان یوې خپرونې سره ادعا کړې، چې ګني همایون افغان د کابل استالف ولسوالۍ په اړه په انګلیسي ژبه ځانګړې خپرونه ثبت کړې او د هغه دغه خپرونه تر ۷۰ میلیونو ډېر لیدونکي لري.
دا چې رېښتیا څه دي؟ راځي د فکټ کریسنډو دغه کتنه کې یې ولولو!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکي لاندې پوسټ د نمونې په توګه وګورئ.

رېښتیا څه دي؟
د همایون افغان دغه ویډیو اصلاً د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه ایډیټ شوې. هغه په اصلي ویډیو کې په انګلیسي نه، بلکې په دري ژبه خبرې کړي دي. همدا راز د نوموړي دغه ویډیو تر دا مهاله ۷۰ میلیونه نه، بلکې یوازې ۴۳ زره لیدونکي لري.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده؟
موږ د مشهور افغان یوټیوبر همایون افغان رسمي یوټیوب چینل پیدا کړ او هلته مو بیا هماغه خپرونه پیدا کړه، چې نوموړي د کابل استالف ولسوالۍ په اړه ثبت کړې ده. موږ ولیدل چې نوموړي دغه خپرونه په انګلیسي نه، بلکې په دري ژبه ثبت کړې او تر دا مهاله یې په خپل رسمي یوټیوب چینل کې دغې ویډیو ۷۰ میلیونه نه، بلکې یوازې ۴۳ زره لیدونکي لرل.
تاسې کولی شئ په لاندې توګه د همایون افغان ایډیټ شوې او اصلي ویډیو مشاهده کړئ:
د همایون افغان هغه ویډیو، چې خبرې یې د ټولنیزو رسنیو د فیسبوک کاروونکي لخوا د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه انګلیسي ژبې ته بدلې شوي. ویډیو یې (دلته) وګورئ
د همایون افغان استالف ولسوالې په اړه د همدې ویډیو، اصلي بڼه چې د نوموړي د یوتیوب رسمي چینل لخوا هم خپره شوې، دلته وګورئ:

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د همایون افغان دغه ویډیو اصلاً د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه ایډیټ شوې او په اصلي ویډیو کې همایون افغان په انګلیسي نه، بلکې په دري ژبه خبرې کړي دي. همدا راز د نوموړي دغه ویډیو تر دا مهاله په یوټیوب کې ۷۰ میلیونه لیدونکي نه، بلکې یوازې ۴۳ زره لیدونکي لري.

ایا مشهور یوټیوبر همایون افغان رېښتیا هم په انګلیسي ژبه د استالف ولسوالۍ په اړه ځانګړې خپرونه ثبت کړې او تر ۷۰ میلیونو ډېر ځل لېدل شوې ده؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False