په انځور کې د مرستو دا جوپه د کنړ زلزله ځپلو لپاره نه، بلکې د چاد هېواد خلکو ته ۲۰۲۳ کې لېږل شوې وه؟

National Partly False

په کنړ کې د وروستۍ مرګونې زلزلې وروسته، ځیني ناسمې ادعاووې او غیر اړوند انځورونه خپریږي. تازه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو یو غیر اړوند انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګني د متحده عربي اماراتو د مرستو دا جوپه د کنړ زلزله ځپلو لپاره چمتو ده، په داسې حال کې چې په انځور کې ښکارېدونکې مرستې د کنړ لپاره نه دي. 

بشپړ مطلب د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې ولولئ! 

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی رحمان الله ګربز له دغه انځور سره لیکلي: «د دوبۍ مرستې به ډېر ژر کنړ، ننکرهار اولغمان ته ورسیږي.» 

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا ناسمه ده. په انځور کې بشري مرستې د کنړ لپاره نه، بلکې د متحده عربي اماراتو له لوري د چاد هېواد سره ۲۰۲۳ کې شوې وې، چې الوتکه د همدې هېواد په امدجراس کې ښکته شوې وه. 

موږ ولې وایو، چې د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو دغه انځور پخوانی او کنړ ته د مرستو لیږلو سره تړاو نلري؟

موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې هلته موږ د دې انځور په اړه کره خبرونه وموندل. او مالومه شوه، چې دغه انځور اصلاً په ۲۰۲۳ کال کې هغه مهال اخیستل شوی، کله چې متحده عربي ماراتو افریقایي هېواد چاد ته بشري مرستې لېږدلې وې، نه چې ۲۰۲۵ کال کې کنړ کې د وروستۍ مرګونې زلزله ځپلو لپاره.

د WAM انګلیسي څانګې پر خپل رسمي ایکس پاڼه همدا انځور په ۲۰۲۳ کال اګسټ کې خپور کړی او ورسره یې لیلي: د اماراتو د بشري مرستو الوتکه د چاد امدجراس ته را ورسیده.

ارشیف

د WAM پر ویبپاڼه هم همدا انځور او ورسره څو نور انځورونه او خبر په عین تاریخ خپور شوی او عین عنوان یې ورکړی، چې تاسې یې په لاندې توګه مشاهده کولی شئ.

ارشیف

د ZAWYA ویبپاڼې څخه هم چاد ته د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو د جوپې رسیدلو په اړه خبر کې عین مطلب خپور کړی او تاسې کولی شئ دغلته هم یاد خبر وګورئ او ولولئ.

ارشیف

او که تاسې غواړئ، چې افغانستان سره د متحده عربي اماراتو له لوري د وروستۍ زلزلې په هکله د مرستې خبر ولولئ، نو (دلته) یې لوستلی شئ.
پایله: د فکټ کریسنډو کتنې وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا ناسمه ده. په انځور کې بشري مرستې د کنړ لپاره نه، بلکې د متحده عربي اماراتو له لوري د چاد هېواد سره ۲۰۲۳ کې شوې وې، چې الوتکه د همدې هېواد په امدجراس کې ښکته شوې وه.

Avatar

په انځور کې د مرستو دا جوپه د کنړ زلزله ځپلو لپاره نه، بلکې د چاد هېواد خلکو ته ۲۰۲۳ کې لېږل شوې وه؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله:Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *