
د تېرې يکشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۸مه) په سوریه کې د کورنۍ جګړو په دوام د ولسمشر بشار الاسد ۲۴کلنه دوره پای ته ورسیده او دمشق ته هیئت تحریر شام (HTS) ډله ننوتله. په سوریه کې د دې تحول سره په ټوله کې د منځني ختیځ د وضعيت په اړه، چې لا دمخه اندېښنې موجودې وې، نورې هم ډېرې شوي دي. طالبانو د هیئت تحریرالشام ډلې واک ته د رسېدو تود هرکلی کړی. دا، چې د دې دواړه وسلوالو ډلو ترمنځ مشابهتونه او توپیرون څه دي، د فکټ کریسنډو په دې ایکسپلینر کې یې لوستلی شئ!
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د هیئت تحریرالشام ډلې په مشرۍ واک ته د رسېدو له امله د مبارکې پیغام ورکړی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې او په دې اعلامیه کې یې د تحریرالشام ډلې ته د بریا تر عنوان لاندې د مبارکۍ ویلو تر څنګ یو لړ سپارښتنې هم کړي، چې تر ټولو یې مهمې د عمومي عفوې تګلاره، له نړۍ سره مثبت تعامل او د ټولو په خوښه د نظام جوړول دي.

همدا راز په خپرو شویو ویډیو کانو کې هم ښکاري، چې طالبان او د هغوی پلویان په سوریه کې پر وروستي تحول خوشاله دي او نمانځنه یې کوي.
په خواله رسنیو د طالبانو ځینې پلویان د بیرغ، اسلامپالې نظریې او ځینو مشابهاتو ته په پام د هیئت تحریرالشام ځواکونو په لاس د سوریې سقوط په اړه مثبت نظریات ورکړي او هرکلی یې ترې کړی دی.
د طالبانو له لوري په پورته ذکر شوې اعلامیه کې ذکر شوې سپارښتنې د هاغو ژمنو سره سمون خوري، کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې د اګسټ په ۱۵مه کابل ته ننوتل او واک یې ونیولو. طالبانو د عمومي عفوې اعلان وکړ او د یو ټول شموله حکومت جوړولو ژمنه یې وکړه.
خو پر طالبانو د نړیوالې ټولنې او افغان فعالانو لخوا کلکې نیوکې کېږي، چې د عمومي عفوې له اعلان سره – سره یې سلګونه پخواني نظامیان بندیان، صحرايي محاکمه یا وژلي دي.
همدا راز که څه سوریه کې د تحریرالشام ډلې ته د طالبانو له لوري د یو ټول شموله او د خلکو په خوښه د نظام په جوړولو سپارښتنه شوې ده، خو په خپله بیا پر طالبانو نېوکه دا ده، چې د دوی حکومت ټول شموله ندی او نه هم د خلکو په خوښه دی په داسې حال کې، چې طالبان دا ادعا لري، چې دوی د خلکو په خوښه او یو خپلواک نظام رامنځته کړی دی.
د کابل او سوریې د سقوط د ورځو توپیرونه او مشابهتونو:
کله چې په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه افغانستان یو ځل بیا طالبانو ونیولو نو یوازې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او څو نورې څېرې په لومړي ځل رسنیو ته را ښکاره شول او د طالبانو مشر ملا هبت الله تر اوسه بیا رسنیو او د عامو خلکو پر مخ ندی راښکاره شوی. خو برعکس بیا په سوریه کې کله چې تحریر الشام ډلې دمشق ونیولو نو د یادې ډلې مشر ابو محمد جولاني په هماغه لومړۍ ورځ عام محضر کې وینا وکړه.

Abu Mohammed al-Jolani, addresses a crowd at the capital’s landmark Umayyad Mosque on December 8, 2024. (Photo by Abdulaziz Ketaz / AFP)
د هیئت تحریرالشام ډلې مشر ابو محمد جولاني کلونه په سوریه کې د القاعدې مشر غړی وو او د امریکا د ترهګرو په لیسټ کې دی او د هغه پر سر یې د لسو میلیونو ډالرو انعام ټاکلی.
طالبانو هم له القاعدې سره نږدې اړیکې پاللي او د القاعدې پخوانی مشر ایمن الظواهري د طالبانو په دویمه روانه دوره کې د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه په کابل کې د امریکا په یوه ډرون برید سره ووژل شو.
د کابل او سوریې د سقوط یو توپیر دا دی، چې د هیئت تحریرالشام په بریا سره سلګونه سوريایي کورنۍ له ترکیې بېرته خپلو اصلي مېنو ته کډې بار کړي او په لوېدیځو هېوادونو کې مېشتو زرګونو سوریایانو هم د اسد د رژیم د ړنګېدو په سبب ښادۍ او جشنونه کړي. خو د افغانستان د تېر جمهوري نظام په ړنګېدو سره بیا سلګونه زره خلک له افغانستانه د تېښتې په لټه کې وه.

Title:په سوریه کې د هیئت تحریرالشام ډلې واک نیول؛ له طالبانو سره یې توپیرونه او مشابهتونه څه دي؟
Written By: Fact Crescendo TeamResult: Insight