ایا د سنګسار د صحنې دغه انځور رېښتیا د هرات د وروستۍ پېښې نامشروع اړیکو قرباني انجلۍ دی؟

Misleading National

څو اونې وړاندې هرات کې یوه انجلۍ له داسې پېښې سره مخ شوه، چې ډېره افسوس او خفه کوونکې وه. پېښه داسې وه چې یو شخص  په یو فیلډر ډوله موټر کې له یوې انجلۍ سره د نامشروع اړیکو ټینګولو په جریان کې وو، چې بل کس ترې ویډیو کړې. دغه ویډیو په ډېر لږ وخت کې ډېره زیاته وایرل شوه او خلکو بېلا بېل غبرګونونه څرګند کړل.

اوس د یادې پېښې په تړاو د ټولنیزو رسنیو یو پخوانی انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې د پېښې قرباني شوې انجلې سنګسار شوه، په داسې حال کې چې د سنګسار په مهال اخیستل شوی انځور پخوانی دی.

خو دا چې ایا رېښیا هم دغه انجلۍ سنګار شوې ده او که نه، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ، چې دوی داسې ادعا کړې، چې ګواکي د هرات د پېښې انجلۍ په سزا ورسول شوه او سنګسار شوه.

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

دغه انځور چې د هرات د وروستۍ جنسي پېښې قرباني شوې نجلۍ په اړه خپور شوی، چې ګنې نوموړې سنګسار شوې ده، حقیقت نلري. په انځور کې د سنګسار ښکارېدونکې پېښه ۲۰۱۵ کال کې رامنځته شوې وه، چې د رخشنانې په نوم نجلۍ د یوې صحرایي محکمې له مخې غور ولایت کې سنګسار شوې وه.

باید یاده شي، چې که څه هم د سنګسار د صحنې دغه انځور د هرات د جنسي پېښې د قرباني نجلۍ ندی، خو په ټوله کې د صحرایي محکمو په اړه د خلکو نظر دا دی، چې دا یو وحشیانه او د انسانیت څخه لرې عمل دی. د رخشانې د سنګسار ویډیو ډېر خلک خفه کړي وه یوه دردوونکې پېښه ګنل شوې.

موږ ولې وایو، چې د سنګسار صحنې دغه انځور د یوې بلې پېښې دی؟

ستاسې د ښه پوهاوي لپاره لومړی باید د وایرل شویو انځورونو وضاحت په لاندې وړاندې شي:

لومړی انځور:

دغه انځور د هغه نجلۍ دی، چې څو اونۍ وړاندې په هرات ولایت کې د یو شخص له لوري د جنسي بدنامۍ ښکار شوه.

دوهم انځور:

دا انځور اصلاً د هغه ویډیو سکرین شاټ دی، چې ۲۰۱۵ کال غور ولایت کې د رخشانې په نوم نجلۍ د جنسي جرم په تور د یوې صحرایي محکمې له مخې سنګسار شوه او دې پېښې په نړیواله او ملي کچه سخت غبرګونونه وپارول.

د غور ولایت رخشاني د سنګسار په اړه ډېرو رسنیو راپورونه خپاره کړل او تاسې کولی شئ چې په لاندې توګه یې ولولئ:

بي بي سي د رخشاني د ویډیو د انتشار په اړه کال ۲۰۱۵ کې دغه راپور خپور کړی.

ارشیف

طلوع نیوز هم د رخشاني د صحرایي محکمې په اړه راپور ورکړی، چې تاسې یې (دلته) لوستلی شئ:

ارشیف

همدا راز که تاسې غواړئ چې د رخشاني د سنګسار زړه بوګنوونکې ویډیو وګورئ، نو تاسې یې د اریانا نیوز د راپور په وروستۍ برخه کې کتلی شئ.

خبرداری: دغه ویډیو زړه غموونکې او دردوونکې صحنې لري! 

د نامشروع اړيکو د ټينګولو په جرم نيول شوي کس خپل نوم جمال الدين ښودلی او هغه په یو ویډیو کلیپ کې ویلي چې قضيه یې دا مهال د هرات ولايت په محکمه کې تر څېړنې لاندې ده.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، دغه انځور چې د هرات د وروستۍ جنسي پېښې قرباني شوې نجلۍ په اړه خپور شوی، چې ګنې نوموړې سنګسار شوې ده، حقیقت نلري. په انځور کې د سنګسار ښکارېدونکې پېښه ۲۰۱۵ کال کې رامنځته شوې وه، چې د رخشنانې په نوم نجلۍ د یوې صحرایي محکمې له مخې غور ولایت کې سنګسار شوې وه.

Avatar

ایا د سنګسار د صحنې دغه انځور رېښتیا د هرات د وروستۍ پېښې نامشروع اړیکو قرباني انجلۍ دی؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *