پاکستان ته د حکمتیار د سفر پخوانۍ ویډیو د تازه سفر په توګه خپره شوې ده!

False National

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې د خزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سفر پر مهال ښکاري. د ټولنیزو رسینو یاد شمېر کاروونکو دغه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګني پاکستان کې د یو شمېر افغان سیاسیونو وروستۍ غونډې ته دی په سفر دی، په داسې حال کې چې د حکمتیار دغه ویډیو د ۲۰۲۰ کال ده.

فکټ کریسنډو دا موضوع څېړلې او تاسې یې لوستلو ته رابولو!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې لاندې پوسټ د نمونې په توګه وګورئ. دوی د دغې ویډیو په تمبنل لیکلي: «بالاخره د پاکستان غونډې ته حکمتیار اخیر هم روان شو.»

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا دروغ ده. د حمکتیار د سفر دغه ویډیو څلور کاله پخوانۍ ده او اصلاً په ۲۰۲۰ کال کې طلوع نیوز خپره کړې ده.  

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده؟

موږ د خپرې شوې ویډیو یو څو منظم سکرین شاټونه په ګوګل ایمیج لټون کې وپلټل. بیا مو پاکستان ته د خزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سفرونو په اړه کتنه وکړه، چې مالومه شوه دغه ویډیو څلور کاله پخوانۍ ده.

طلوع نیوز په خپل رسمي یوټیوب چینل همدا ویډیو په ۲۰۲۰ کال کې تر «حکمتیار: با پیام صلح به پاکستان می روم» لاندې خپره کړې، چې تاسې یې دلته کتلی شئ:

ارشیف

د همدې سفر په اړه طلوع نیوز یو لیکلی راپور هم خپور کړی، چې تاسې دلته لوستلی شئ:

ارشیف

که تاسې غواړئ پاکستان د یو شمېر افغان سیاسونو د سفر په اړه، چې البته ترسره نشو، په اړه یې دلته راپور لوستلی شئ:

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا دروغ ده. د حمکتیار د سفر دغه ویډیو څلور کاله پخوانۍ ده او اصلاً په ۲۰۲۰ کال کې طلوع نیوز خپره کړې ده. 

Avatar

پاکستان ته د حکمتیار د سفر پخوانۍ ویډیو د تازه سفر په توګه خپره شوې ده! : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *