ایا ګلبدین حکمتیار د بمي چاودنې له امله ټپي شوی دی؟

False Politics

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د افغانستان حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او د یوه موټر انځور خپور کړی. دوی ادعا کړې چې ګواکې ښاغلی حکمتیار په یوه بمي چاودنه کې ټپي شوی دی.

زمونږ موندنې ښيي چې د موټر دا انځور چې تر یوې چاودنې وروسته اخستل شوی دی، د ښاغلي حکمتیار پورې اړه نه لري. 

په دې وروستیو کې پر نوموړي کوم برید نه دی شوی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د جنورۍ په ۱۲مه ادعا کړې چې ګواکې ګلبدین حکمتیار د یوې بمي چاودنې له امله ټپي شوی دی.

د « انغکاس تلویزون» په نوم یوې جعلي فېسبوک پاڼې ورته پسټ یې په فېسبوک کې کړی دی.

فېسبوک پسټ/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د دې ادعا په تړاو د موټر پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. زمونږ د پلټنو په پایله کې مالومه شوه چې دا موټر د ښاغلي حکمتیار پورې تړاو نه لري.

د موټر دا تصویر د «خامه پریس» د رسنۍ بنسټ اېښودونکی او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دفتر پخوانی رییس خوشنود نبي زاده پورې اړه لري. 

دا انځور هغه مهال اخستل شوی دی چې د ښاغلي خوشنود پر موټر په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د فبرورۍ په میاشت کې یوه بمي چاودنه شوې وه.

په دې برید کې ښاغلی خوشنود ته کوم زیان نه وو رسېدلی. دا برید هغه مهال شوی وو چې ښاغلی خوشنود خپل د کار دفتر پر لور روان وو. 

دا خبر د خامه پریس له خوا خپور شوی وو. تاسو کولای شئ چې د دې پېښې په اړه نور مالومات په لاندې لېنک کې ولولئ:

خامه پریس راپور/ آرشیف لېنک

پایله

له پورتنیو پلټنو څخه څرګندیږي چې په دې وروستیو کې پر ښاغلي ګلبدین حکمتیار باندې کوم بمي برید نه دی شوی او د نوموړي د ټپي کېدو اوازې ناسم دي.

له بلې خوا په انځور کې دا موټر د ښاغلي حکمتیار پورې اړه نه لري.

Avatar

سرلیک: ایا ګلبدین حکمتیار د بمي چاودنې له امله ټپي شوی دی؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *