په هند کې د حجاب ناندرۍ: له خپلوانو سره د مسکان خان عکس له ناسمې ادعا سره خپور شوی دی

International Partly False

په دې وروستیو کې د هند د حجاب والا نجلۍ مسکان خان انځور له یوه بوډا سړی سره خپور شوی چې ادعا کوي ګواکې د نوموړې پلار دی.

په ادعا کې همدا راز راغلي چې نوموړې ته د هند د علماوو د ټولنې د مشر له خوا پنځه لکه هندي کلدارې جایزه هم ورکړل شوې ده.  

زمونږ موندنې ښيي چې دا کس د مسکان خان پلار نه دی بلکې د نوموړې لیرې خپلوان دی.

ادعا

د فېسبوک پوسټ ادعا کې لیکل شوي: «دحجاب اتله دخپل محترم پلارجان ترڅنک!

دې اتلې ته د هند دعلماوو ټولنې مشر پنځه لاکه هندي کلدارې ومنلې او تاسو یي دزړونو پر لایک ونازوئ.»

 تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

فېسبوک آرشيف لینک

خو دا ادعا تر یوه حده ناسمه ده.  مسکان خان د هند د علماوو له ټولنې څخه د ۵ لکو روپیو جایزه اخیستلو ادعا سمه ده، خو د حجابي نجلۍ تر څنګ ولاړ بوډا  کس د هغې پلار نه دی، بلکې د نوموړې لیرې خپلوان دی.

په دې وروستیو کې د هندوستان د کرناټکا ایالت د اډوپي په دولتي پوهنتون کې په ټولګیو کې له حجاب لرونکو زده کوونکو وغوښتل شول چې د کالج له ودانۍ څخه ووځي.  له دې پېښې وروسته په ټول هند او نړۍ کې د حجاب بحث پیل شو.  ښي اړخو ډلو محصلینو له خوا د حجاب اغوستلو مخالفت پیل کړل.

ټول معلومات

مسکان، چې د B.Com د دوهم کال محصله وه، د ښي اړخو محصلینو د یوې ډلې له خوا د حجاب د اغوستلو له امله کالج ته پر لاره ځورول شوې وه.  دوی د «جې شري رام، جې شري رام» نارې یې وهلې. په ځواب کې مسکان خان د الله اکبر ناره وکړه.  وروسته له هغې چې دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، د دې کالج محصله چې  حجاب یې اغوستی وو، د حجاب له ناندرۍ سره مخ شوه.

حقیقت موندنه

دا  ادعا چې ګواکې مسکان خان د هند د علماوو له ټولنې څخه یې پنځه لکه روپۍ جایزه تر لاسه کړې، حقیقت لري.  د جمعیت علماء هند  په رسمي فیسبوک پاڼه کې یو پوسټ شریک شوی دی. په پوسټ کې راغلي چې د جمعیت علمای هند لخوا ۵  لکه روپۍ په کرناټکا کې د جمعیت علماء د پلاوي له خوا آغلې مسکان ته وسپارل شوې.

فېسبوک آرشیف لینک

له همدې امله دا ادعا چې  مسکان خان  د هند د علماوو له ټولنې څخه د ۵ لکو روپیو جایزه تر لاسه کړې، سمه ده. 

بله خوا په فیسبوک کې ادعا شوې چې مسکان خان له خپل پلار سره ولاړه ده او د یوه بوډا عکس هم شریک شوی چې په برقه کې له یوې نجلۍ سره ولاړ دی.

فاکټ کریسینډو د شریک شوي عکس په اړه نیغ په نیغه د مسکان خان له پلار محمد حسین خان سره اړیکه ونیوله.  هغه دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې د مسکان خان تر څنګ ولاړ بوډا د دوی لیرې خپلوان دی.

 هغه وویل: “زما د لور مسکان تر څنګ ولاړ بوډا زموږ د کورنۍ یو لیرې خپلوان دی. نوموړی د مسکان د زړورتیا د شریک شوي ویډیو له لیدو وروسته د کېرالا له ایالت څخه د مسکان لیدو ته راغی. په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي ادعاوې بې بنسټه دي.”

هغه د هغې ورځې د مرکې عکس هم    شریک کړ.  په دې عکس کې پنځه کسان ولاړ دي، چې د مسکان ښي لوري ته ولاړ کس د مسکان پلار دی.  نور درې کسان د هغه کس په ګډون چې په شریک شوي عکس کې شتون لري، د دوی خپلوان دي.

هغه د خپلې لور سره یو عکس هم فاکټ کریسینډو ته لیږلی دی.

د مسکان خان تر څنګ ولاړ کس د نوموړې پلار دی.

د اړوندو کلمو له لټون وروسته، موږ د مسکان سره د مرکې یوه وېډیو هم وموندله.  په وېډیو کې د مسکان پلار محمد حسین خان لیدلی شئ.

یوټیوب آرشیف لینک

 له پورتنیو ټولو څېړنو څخه څرګنده شوه چې د مسکان خان عکس له یوه لرې خپلوان سره په ناسمه توګه د نوموړې د پلار په توګه شریک شوی دی.

پایله

د پورتنیو څیړنو څخه، دا څرګندیږي چې د یوه بوډا تر څنګ د مسکان خان عکس له ناسمې ادعا سره خپور شوی دی. په عکس کې ولاړ کس د مسکان خان پلار نه دی بلکې یو لیرې خپلوان یې دی.  خو دا ادعا چې ګواکې مسکان خان د هند د علماو له ټولنې څخه د ۵ لکو روپیو جایزه تر لاسه کړې، سمه ده.

Avatar

سرلیک: په هند کې د حجاب ناندرۍ: له خپلوانو سره د مسکان خان عکس له ناسمې ادعا سره خپور شوی دی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *