
د ۲۰۲۵ کال اکتوبر میاشتې په ۲۹مه او ۳۰مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د افغانستان د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې لیدل کیږي، نوموړی وزیر په انګلیسي ژبه روانې خبرې کوي او د پاکستان په اړه خپل نظر وایي. د فیسبوک یاد شمېر کاروونکو له دې ویډیو سره ادعا کړې، چې ګواکې ملا محمد یعقوب په انګلیسي ژبه روانې خبرې کولی شي. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې دغه ویډیو په مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ده او اصلي ویډیو کې ملا محمد یعقوب په پښتو ژبه خبرې کړې دي.
دا چې بشپړ حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. د بېلګې په توګه د دوی له منځه یې ځینو د دې ویډیو سره خپلو پوسټونو کې لیکلي دي: «چې شل کاله یې د انګلیسي تدریس کړی وي، هم داسې به ونه غږېږي».

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. له یادې ادعا سره خپره شوې ویډیو په مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ده او اصلي ویډیو کې د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب له الجزیره شبکې سره په انګلیسي ژبه نه، بلکې په پښتو ژبه خبرې کړي، چې بشپړه مرکه یې د اکتوبر په ۱۹مه خپره شوې ده.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده او وایرل شوې ویډیو په مصنوعي ځیرکتیا جوړه ده.
موږ لومړی د خپرې شوې ویډیو پر څو منظم سکرین شاټونو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مو د افغانستان د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب بشپړه او اصلي مرکه پیدا کړه، چې مالومه شوه، وایرل شوې ویډیو په مصنوعي ځیرکتیا جوړه ده او اصلي ویډیو کې ملا محمد یعقوب په پښتو ژبه خبرې کړي دي.
موږ لومړی وایرل شوې ویډیو ته په ځیر وکتل او هلته موږ د heygen په نوم د ai لوګو ولیدله. چې تاسې یې په لاندې توګه هم د یاد ai اصلي ویبسایټ هم کتلی شئ او لوګو هم.

همدا لوګو تاسې کولی شئ، د HeyGen مصنوعي ځیرکتیا، چې ویډیو پکې هم ایډیټ او جوړیږي، لوګو او تفصیل یې په لاندې توګه کتلی شئ.

د دې تر څنګ موږ د الجزیره شبکې په رسمي یوټیوب چینل کې د ملا محمد یعقوب د مرکې اصلي ویډیو پیدا کړه او هلته تاسې کتلی او اوریدلی شئ، چې نوموړي دغه مرکه په پښتو ژبه کې کړې او پوښتنې ورځیني په عربي ژبه شوي دي.
همدا راز تاسې همدا مرکه د الجزیره شبکې په ویب باندې هم کتلی شئ:

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې وایرل شوې ویډیو په مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ده او اصلي ویډیو کې د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب له الجزیره شبکې سره په انګلیسي ژبه نه، بلکې په پښتو ژبه خبرې کړي، چې بشپړه مرکه یې د اکتوبر په ۱۹مه خپره شوې ده.
ایا د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب په انګلیسي ژبه مرکه کړې؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading

