
که څه هم د دویم ځل لپاره افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو راهیسي د دوی د حکومت مشر ملا هبت الله په عام محضر کې ندی لیدل شوی، په دا وروستیو کې یې شمالي ولایتونو ته د سفر خبرونه ورکړل شول. د نوموړي د سفرونو له دې لړۍ وروسته د سپتمبر له ۱۶مې نېټې راهیسي یو انځور، چې د بلخ ولایت قوش تېپې سیمې دی، د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک او ایکس) ګڼ شمېر کاروونکو له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې دا انځور بلخ ولایت قوش تېپې کانال ته د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت الله د سفر انځور دی.
تاسې کولی شئ، چې د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک او ایکس) څو کاروونکو پوسټونه د بېلګې په توګه مشاهده کړئ:
په لاندې پوسټونو کې د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک او ایکس) کاروونکو له خپور شوي انځور سره ادعا کړې، چې ګواکې دا قوش تېپې کانال ته د طالبانو د مشر ملا هبت الله د سفر انځور دی.
په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې، پورته وایرل شوی انځور اصلاً د ملا هبت الله د وروستیو سفرونو پورې تړاو نلري، بلکې دغه انځور شا وخوا یو کال وړاندې بلخ ولایت قوش تېپې کانال ته د طالبانو د حکومت اقتصادي چارو سرپرست وزیر ملا عبدالغني برادر سفر پر مهال اخېستل شوی. بلخ ولایت ته د ملا عبدالغني برادر دغه سفر د ۲۰۲۳ کال مارچ میاشت کې ترسره شوی وو.
د حقېقت څېړنه:
موږ لومړی د ادعا اړوند کلیدي توري په ګوګل سرچ انجن کې ولټول، تر څو د طالبانو د مشر ملا هبت الله د وروستیو سفرونو په اړه مالومات دقیق کړو. بیا مو پر هغه انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ورسره دا ادعا کړې وه، چې ګواکې وایرل شوی انځور بلخ ولایت ته د طالبانو د مشر هبت الله د سفر پر مهال شوی دی. موږ وموندله چې انځور د ۲۰۲۳ کال مارچ میاشت کې اخېستل شوی او د ملا هبت الله په وروستي سفر پورې تړاو نلري.
تاسې کولی شئ، چې د دې انځور په اړه لاندې د ۲۰۲۳ کال د وخت نور جزیات مشهاده کړئ:
د ۲۰۲۳ کال مارچ په ۹مه نېټه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه د اوسني وایرل شوی انځور په ګډون هغه مهال څلور انځورونه خپاره کړي او ورسره یي لیکلي: (د اقتصادي چارو لپاره د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر د بلخ ولایت قوش تېپې کانال څخه د لیدنې لپاره سفر وکړ…)

د مجاهد پوسټ ++++++++
د پروګریس په نوم ویبپاڼې همدا انځور په ۲۰۲۳ کال کې تر دې عنوان لاندې خپور کړی: « که چېرته افغانستان د قوش تېپې کانال جوړولو پروژه بشپړه کړي، ترکمنستان کېدای شي تر ۵۰ سلنې پورې د اوبو سرچینې له لاسه ورکړي».
همدا راز د سنټرل اسیا لایټ په نوم یوې بلې ویبپاڼې هم په ۲۰۲۳ کال کې همدا څو نور انځورونه تر دې عنوان لاندې خپاره کړي دي: « د افغان قوش تېپې کانال – ایا د مرکزي آسیا لپاره یوه ستره فاجعه ده؟».
د سنټرل اسیا راپور لینک – ارشیف
پایله:
د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې وایرل شوی انځور اصلاً د ملا هبت الله د وروستیو سفرونو پورې هیڅ تړاو نلري، بلکې دغه انځور شا وخوا یو کال وړاندې بلخ ولایت قوش تېپې کانال ته د طالبانو د حکومت اقتصادي چارو سرپرست وزیر ملا عبدالغني برادر د سفر پر مهال ۲۰۲۳ کال مارچ ماشت کې اخېستل شوی، چې اوس د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو بلخ ولایت ته د ملا هبت الله د ورستي سفر د انځور له ادعا سره خپور کړی دی.