په ټولنیزو رسنیو کې د هانګ کانګ د یوې ستري تاریخي ودانۍ، چې د (Monster Building) او یا هم د (Yik Cheong Building) په نومونو یادیږي، یو انځور وایرل شوی دی. د دې تاریخي ودانۍ له خپور شوي انځور سره د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) ګڼ شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواګې دا ستره او لویه وداني په انډونیشیا کې ده، په داسې حال کې چې دا وداني په انډونیشیا کې نه، بلکې د هانګ کانک په (Quarry Bay) سیمه کې موقیعت لري.

تاسې کولی شئ، چې د (Monster Building) تاریخي ودانۍ په اړه د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعاوې مشاهده کړئ:

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک دغو کاروونکو په خپلو پوسټونو کې له یاد انځور سره لیکلي: « په اندونیشیا کی تر ټولو لوړه وداني، چی په زرګونو کورونه پکښی استوګن دي...».

لومړی پوست:


دوهم پوسټ:


درېیم پوسټ:


Fb-postارشیف
Fb-postارشیف

په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، د تاریخي ودانۍ دغه انځور اصلاً په انډونیشیا پورې تړاو نلري، بلکې دغه ستره او لوړه وداني د هانګ کانک په (Quarry Bay) سیمه کې موقیعت لري، چې په ۱۹۶۰ کال کې یې د جوړولو چارې پیل او په ۱۹۷۵ کې بشپړې شوې.

د حقېقت څېړنه:

موږ د یادې ودانۍ پر انځور د ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې په پایله کې مو د همدې ودانۍ نور انځورونه هم ترلاسه کړل او بیا مو له هغو رسمي سایټونو لېدنه وکړه، چې د همدې ودانۍ نور انځورونه یې خپاره کړي وو. موږ په رسمي سایټونو کې د ودانۍ نوم پیدا کړ. بیا مو د ودانۍ نوم (Monster Building) په ګوګل ماپ (نقشه) کې ولټولو، چې په پایله کې دې نتېجې ته ورسېدو، چې دغه وداني په انډونیشیا کې نه، بلکې په د هانګ کانک په (Quarry Bay) سیمه کې موقیعت لري.

د (Monster Building) چې د The Yick Cheong Building په نوم هم یادیږي، لنډ تاریخ یې دلته ولولئ:

د دغې تاریخي ودانۍ فکر په ۱۹۶۰ کلونو کې هغه مهال رامنځته شو، چې هانګ کانګ د استګنځیو د کمښت له شدیدو ستونزو سره مخ شو. د دې ستونزې د حل لپاره د هغه وخت حکومت د عامه استوګنځیو د جوړولو پروګرام پیل کړ، چې لومړی ستر او لوی استوګنځی د ګڼو کورنیو د اوسیدو لپاره همدا د (Monster Building)، چې اصلي نوم یې هغه وخت (Oi Man Estate) کېښودل شوی، په ۱۹۷۵م کال کې بشپړ شو.

په هانګ کانک کې د دې تاریخي، لوړې او لوی ودانۍ د تاریخي او بشپړو مالوماتو لپاره (دلته) او (دلته) کلیک وکړئ.

تاسې همدا څېر کولی شئ، چې په لاندې توګه د دې تاریخي ودانۍ انځورونه له ځینو مشهورو انځوریزو ایجینسیو څخه وګورئ او د ګوګل ماپ له لارې یې هم کتلی شئ:

د (Shutterstock) او (Dreamstime) په نوم مشهورو انځوریزو ایجنسیانو د (Monster Building) تاریخي ودانۍ ډېر انځورونه خپاره کړي، چې تاسې کولی شئ هغه په وړیا توګه ننداره کړئ. د دې انځورونو د ننداره کولو لپاره تاسې (دلته) او (دلته) کلیک وکړئ.


په (Shutterstock) ایجنسي کې د یادې ودانۍ ګالري انځورونه



د (Dreamstime) ایجنسي کې د یادې ودان ګالري انځورونه


په لاندې ګوګل ماپ کې تاسې د (Monster Building) سیمه څارلی شئ:


همدا راز که تاسې لېواله وئ، چې په انډونیشیا کې د تر ټولو د لوړو ودانیو په اړه ځان پوه کړئ، نو د جاکارتا پوسټ مقالې لوستلو او هلته له انځورونو د لېدنو لپاره (دلته) کلیک وکړئ.

پایله:

د (Monster Building) په نوم د دغې تاریخي ودانۍ هغه انځور، چې د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) ګڼو کاروونکو له لوري خپور شوی دی، اصلاً په انډونیشیا پورې تړاو نلري، بلکې دغه تاریخي وداني د هانګ کانک په (Quarry Bay) سیمه کې موقیعت لري، چې په ۱۹۶۰ کال کې یې د جوړولو چارې پیل او په ۱۹۷۵ کې بشپړې شوې.


Claim Review :   دغه انځور په انډونیشیا کې د تر ټولو لوړې ودانۍ انځور دی.
Claimed By :  Social media users
Fact Check :  FALSE