له پنجشیر څخه د امرالله صالح د اختر مبارکۍ وېډیو پخوانۍ ده

False Political

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په روان کوچنی اختر کې پنجشیر ته تللی دی او هلته په یوه وېډیو کې څرګند شوی چې خلک ته اختر مبارکي وایي.

خو زمونږ موندنې ښيي چې د ښاغلي صالح دا وېډیو پخوانۍ ده او نوموړي په دې وروستیو کې پنجشیر ته نه دی تللی. 

د ‘Baidar Skills’ په نوم یوې فېسبوک پاڼې د روان اختر په لومړي ورځ لیکلې: «امرالله صالح هم پنجشیر ته راغلی دی او د کوچنی اختر مبارکي یې هېوادوالو ته ویلې ده».

دا وېډیو ۲۰۰ زره څلور ځلې لیدل شوې ده.

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړې وېډیو پلټنه تر سره کړه. د پلټنې په پایله کې مو وموندله چې دا وېډیو پخوانۍ ده او د ۲۰۲۰ کال د مې میاشتې پورې تړاو لري. 

دا وېډیو د ‘Kabul Magazine’ فېسبوک پاڼې له خوا په ۲۰۲۰ کال کې د مې په ۲۴ خپره شوې ده. د فېسبوک پسټ په سرلیک کې په دري ژبه لیکل شوي: «د کوچني اختر په اړه د ولسمشرۍ لومړی مرستیال امرالله صالح پیغام».

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

له بلې خوا مونږ په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه. خو داسې کوم مستند خبر مو ونه مونده چې په هغه کې پنجشیر ته د امرالله صالح د بېرته ورتګ خبره شوې وي.

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې د ښاغلي صالح د اختر مبارکۍ دا وېډیو پخوانۍ ده چې د ۲۰۲۰ کال د کوچني اختر پورې تړاو لري.

Avatar

سرلیک: له پنجشیر څخه د امرالله صالح د اختر مبارکۍ وېډیو پخوانۍ ده

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *