
په تولنیزو رسنیو کې د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني افغانستان ته راستون شوی دی.
پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۲۱ کال اګسټ په ۱۵مې نیټې له هېواد څخه ولاړ او د راپورونو په اساس نوموړی په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي.
د یادوونې وړ ده، چې د محمد اشرف غني د بیرته راتګ په اړه دا ډول ادعاووې څو ځله شوي، خو تر دې مهاله ټولې دغه ادعاووې غیر حقیقي او دروغ ثابتې شوي دي.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا وګورئ:

فېسبوک کارکوونکي لخوا د پوسټ له مخې د یو انځور په خپرولو سره لیکلي، چې محمد اشرف غني افغانستان ته رارسېد. خو پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له هغه وروسته چې د طالبانو د دویم ځل واکمنېدو سره سم له هېواده ولاړ، بیا ندی راغلی.
په هرصورت، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د بیا راتګ په اړه وروستۍ ادعا هم دروغ ده
د حقیقت معاینه:
موږ د پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په اړه د شوې ادعا په باره په انټرنېټ کې کلیدي کلېمې وپلټلې، تر څو د نوموړي په اړه وروستي راپورونه او مالومات نشته.
موږ همدا راز د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو څخه هم لېدنه وکړه او بیا مو د دې سربیره له شوې ادعا سره پر شریک شوي انځور د ګوګل ایمیج لټون هم پلي کړ.
د نورو څېړنو لپاره، د ګوګل د ریورس عکس لټون په کارولو سره، موږ وموندله چې شریک شوی عکس ډیر کلونه زوړ دی. ورته عکس د جون په ۲۱مه، ۲۰۱۸ کال کې د ډیلي آوټ لک په نوم د خبري ویب پاڼې لخوا خپور شو کله چې پخواني افغان ولسمشر اشرف غني د طالبانو مشر ته د مستقیمو خبرو اترو بلنه ورکړه.

پایله
له پورتنیو څېړنو څرګنده شوه، چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وروسته له هغې چې په ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې له هېواد څخه ولاړ، بیا ندی راستون شوی او د نوموړي د بیرته راتګ په اړه وروستۍ ادعا هم دروغ ده.

Title:پخوانی ولسمشر اشرف غني افغانستان ته نه دی راستون شوی.
Fact Check By: Fact Crescendo TeamResult: Misleading