پخواني افغان ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره پنجشیر ته نه دي تللي

False Security

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د کمانډو پخوانیو ځواکونو د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره د آمو سیند له لارې پنجشیر ته تللي دي.

خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورنه پخواني دي او په دې وروستیو کې افغان ځواکونو پنجشیر ته نه دي تللي.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د مې په ۸ د پخوانیو افغان ځواکونو یو شمېر انځورونه خپاره کړي دي. دوی ادعا کړې چې ګواکې دغو ځواکونو د طالبانو پر وړاندې د جګړې په موخه پنجشیر ته تللي دي.

د «مقدسه احمدزی» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «په سلګونه کمانډو ځواکونه همدا محال پنجشیر ته په رسیدو دی او څه په لاره دی

شیبه وړاندی داموسیند د لاری 370تنه افغان کمانډو ځواکونه.شمال ته داخل شو تالب خو په ټولو رسنیو بندیزونه لګولی ترڅو ملت ته معلومات خپاره نه کړی خو مونږ لاژوندی یو»

فېسبوک پسټ/ ارشیف لېنک

یوې بلې فېسبوک پاڼې هم ورته انځورونه یې له یو شان ادعا سره خپاره کړي دي.

فېسبوک پسټ/ ارشیف لېنک

حقیقت موندنه 

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځورونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه پخواني دي. 

لومړی انځور:

لومړی انځور د هغو پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو پورې اړه لري چې د فراغت پر مهال اخستل شوی دی. دا عکس د ژینوا نومي عکاس له خوا د ۲۰۲۱ کال د مې په ۳۱ اخستل شوی وو. دا عکس په لاندې وېبپاڼه کې خپور شوی دی.

وېبپاڼه/ ارشیف لېنک

دوهم انځور:

دوهم انځور هم پخوانی دی. دا انځور په ۲۰۱۷ کال کې د سپټمبر په ۲۷ د ترکیې اناتولي خبري اژانس په وېبپاڼه کې خپور شوی دی.

وېبپاڼه/ ارشیف لېنک

درېیم انځور:

د افغان امنیتي ځواکونو دا انځور هم پخوانی دی چې په ۲۰۱۵ کال کې د اپریل په ۳۰ اخستل شوی دی. دا ځواکونه په کندز کې د الوتکې پر لور د تګ پر مهال لیدل کیږي.

دا انځور د ‘www.foreignpolicy.com’ په وېبپاڼه کې خپور شوی دی.

وېبپاڼه/ ارشیف لېنک

څلورم انځور:

څلوم انځور هم اوسنی نه دی. د سرتیري دا انځور په ۲۰۱۹ کال کې د مارچ په ۶ د «زما وطن افغانستان دي» فېسبوک پاڼې له خوا خپور شوی دی.

فېسبوک پسټ/ارشیف لېنک

پنځم انځور:

پنځم انځور د «خبر عاجل» فېسبوک پاڼې له خوا په ۲۰۲۰ د مارچ په ۲۱ خپور شوی چې ښيي دا انځور هم پخوانی دی.

فېسبوک پسټ/ارشیف لېنک

شپږم انځور:

شپږم انځور د ۱۳۹۳ کال د دلوې (سلواغې) په ۶ د ماندګار ورځپاڼې له خوا خپور شوی دی. د راپور په سرلیک کې راغلي: « افغان هوایي ځواک د تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي».

ماندګار وېبپاڼه/ ارشیف لېنک

اووم انځور:

مونږ پر اووم انځور پلټنه تر سره کړه خو په دې اړه مو کوم مالومات ونه موندل. 

له بلې خوا مونږ د دغې ادعا په تړاو په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه. خو داسې کوم مستند راپور مو ونه مونده چې پنجشیر ته د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د تللو خبره یې کړې وي.

د طالبانو پر وړاندې د مقاومت ډلې په پنجشیر کې د نظامي عملیاتو او جګړې خبره کوي خو طالبانو بیا ویلي چې کومه امنیتي پېښه په دغه ولایت کې نه ده را منځ ته شوې. 

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې په دې وروستیو کې پخواني افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره پنجشیر ته نه دي تللي. د دغه ادعا په تړاو پخواني انځورونه خپاره شوي.

Avatar

سرلیک: پخواني افغان ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره پنجشیر ته نه دي تللي

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *