پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی په کومه چاودنه کې نه دی وژل شوی

False Politics

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی په یوه چاودنه کې وژل شوی دی. خو د فېسبوک پسټ دا ادعا حقیقت نه لري او ښاغلی کرزی روغ رمټ دی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د مې په ۲۲ ادعا کړې چې ګواکې پخوانی ولسمشر حامد کرزی وژل شوی دی.

د «شازیه حیاء» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: « تر ټولو بد خبر

نن سهار مهال په پخوانی ولسمشر حامد کرزی باندی بمی چاودنه شوی چې کرزی خپل ژوند دلاسه ورکړی».

فېسبوک پسټارشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ په دې تړاو پلتنه تر سره کړه. مونږ د ښاغلي کرزي تویتر پاڼه ته ورغلو. د ده په تویتر پاڼه کې د روان میلادي کال د مې په ۲۴ لیکل شوي چې ګواکې نوموړي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لیونز سره لیدلي. په داسې حال کې چې د فېسبوک پسټ د ښاغلي کرزي د مرګ ادعا یې د مې په ۲۲ خپره کړې ده.

تاسو کولی شئ په دې اړه د نوموړي تویت دلته ولولئ:

له دې څخه ښکاري چې ښاغلی کرزی ژوندی دی او په کومه چاودنه کې نه دی وژل شوی.

مونږ په شریک شوي عکس باندې د ګوګل پلټنه تر سره کړه خو کومه پایله مو ونه موندله.

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پسټ ادعا حقیقت نه لري. په دې وروستیو کې پر ښاغلي کرزي کومه چاودنه نه ده شوې او نه هم هغه ته کوم زیان رسېدلی.

Avatar

سرلیک: پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی په کومه چاودنه کې نه دی وژل شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *