
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له افغان ځانګړو ځواکونو سره یو ځای تاجکستان ته رسیدلي دي او له هغه ځای څخه به کابل ته ولاړ شي.
زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او ښاغلی غني په دې وروستیو کې تاجکستان ته نه دی تللی.
ادعا
د تولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د مارچ په ۷ د ښاغلي غني، افغان ځواکونو او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان یو شمېر انځورونه خپاره کړي دي. دوی ادعا کړې چې ګواکې اشرف غني له ځانګړو افغان ځواکونو سره یو ځای تاجکستان ته تللی دی او له هغه ځای څخه به کابل ته ولاړ شي.
د « جنرال سمیع سادات» په نوم یوې جعلې فېسبوک پاڼه ورته پسټ یې کړی چې کولی شئ لاندې وګورئ:

حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځورونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. زمونږ د پلټنو په پایله کې مالومه شوه چې دا انځورونه د بېلا بېلو وختونو پورې اړه لري چې پخواني دي.
لومړی انځور:
لومړی انځور چې اشرف غني له افغان ځواکونو سره یو ځای لیدل کیږي د ۱۳۹۹ کال د سلواغې میاشت پورې تړاو لري.
هغه مهال اشرف غني د ملي امنیت ځواکونو د لیدنې لپاره ملي امنیت ریاست ته تللی وو. تاسو کولی شئ انځور او راپور دلته وګورئ:

دوهم انځور:
دوهم انځور هم اوسنی نه دی. دا انځور د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني پخوانی سفر پورې تړاو لري چې یو کال وړاندې په ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ په میاشت کې تاجکستان ته تللی وو. په دې اړه کولی شئ چې لاندې وېډیو وګورئ:
درېیم انځور:
درېیم انځور هم چې د افغان ځواکونو پورې اړه لري، اوسنی نه دی. دا انځور له یوه راپور سره خپور شوی دی. په راپور کې راغلي: « د بادغیس ولایت مرکز د طالبانو له شتون څخه پاک شو».
دا راپور د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د چنګاښ یا سرطان په میاشت کې د «اوا پرېس» له خوا خپور شوی وو.

پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې پخوانی افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې تاجکستان ته نه دی تللی. د ادعا په تړاو خپاره شوي انځورونه پخواني دي چې د بېلا بېلو وختونو پورې اړه لري.

سرلیک: اشرف غني په دې وروستیو کې تاجکستان ته نه دی تللی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False