ایا دا په رېښتیا نوی کابل دی؟

False International

په ټولنیزو رسنیو کې د یو ښار انځورونه ویډیو ګانې چې ګڼې لوړې ودانۍ لري، له دې ادعا سره خپرې شوي، چې ګني دا د کابل نوی ښار دی.

دا چې ایا دغه انځورونه او ویدیو ګانې رېښتیا هم د نوي کابل دي او کنه؟ راځئ دلته یې ولولو!

تاسې کولی شئ، چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاوونکو څو پوسټونه د نمونې په توګه په لاندې ډول مشاهده کړئ. دوی په خپلو پوسټونو کې له دې انځورونو او ویډیو کانو سره لیکلي: نوی کابل/ نوی کابل جان.

Archive | Facebook Post
Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

دغه انځورونه او ویډیو ګانې، چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي یې له دې ادعا سره خپروي، چې ګني دا نوی کابل دی، حقیقت نلري. دا ښار اصلاً د ایران په تهران کې موقیعت لري، چې د پردېس ښار په نوم یادیږي. 

موږ ولې وایو، چې دا نوی کابل نه، بلکې د تهران پردېس ښار دی؟

موږ د نوي کابل په نوم د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري پر خپرو شویو انځورونو ګوګل سرچ ایمیج پلی کړ، چې هلته مو ډېر داسې شواهد ترلاسه کړل، چې یاد انځورونه په نوي کابل پورې هیڅ تړاو نلري، بلکې دا د ایران یو ښار انځورونه او ویدیو ګانې دي، چې د پردېس (Pardis) یا پراډایس (Paradise) په نوم یادیږي.

موږ د دې ښار انځورونه په Getty images باوري ایجنسي کې پیدا کړل، چې هلته یې تاسې د دې ایجنسي له لوري ورکړل شوي مالومات هم لوستلی شئ.

انډیا ټایمز په نوم ویبسایټ هم د دې ښار انځور سره لیکلي، چې دا په منځني ختیځ کې د ایران تهران کې د پردېس په نوم ښار دی.

همدا راز تاسې د انلاین نقشې یا مپ په اساس هم کتلی شئ، چې دا نوی کابل نه، بلکې تهران پردېس ښار دی.

پایله: د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، پورته انځورنه او ویډیو ګانې د نوي کابل نه، بلکې د ایران په تهران کې د پردېس ښار دي.

Avatar

ایا دا په رېښتیا نوی کابل دی؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *