د سپټمبر په ۱۸مه د فیسبوک یو شمیر کاروونکو له دې ادعا سره چې ګواګې په کندهار کې د امریکایي ځواکونو له لوري هوایي بریدونه شوي دي، پخواني انځورونه هم خپاره کړي، په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې کندهار کې امریکایي ځواکونو هوایي بریدونه ندي کړي.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک کاروونکو ادعا وګورئ:

فېسبوک لینک آرشيف لینک

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو له لوري په پورته پوسټ کې ادعا دا ده، چې د امريکا یي ځواکونو B52 الوتکې په کندهار ولایت کې هوایي برید ترسره کړی.

په هرصورت، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعا چې ګواکې د امریکایي ځواکونو B52 الوتکې لخوا کندهار ولایت کې هوایي بریدونه شوي، دروغ دي او ورسره خپاره شوي انځورونه پخواني او بې تړاوه دي.

ستاسې د پوهاوي لپاره باید یادوونه وکړو، چې دغه ډول غیر حقیقي او د دروغو ادعاوې او انځورونو خپرول د ټولنیزو رسنیو کاروونکي تر ډېره د خپل لایک او کمنټس لپاره او همدا راز د خلکو د خطا ویستلو لپاره کوي.

د حقیقت معاینه:

د فیسبوک د یاد کاروونکي لخوا د ادعا د تایید یا رد لپاره، موږ لومړی په انټرنیټ کې کلیدي کلمې وپلټلې، ترڅو معلومه کړو چې په کندهار کې رېښتیا هم داسې کومه پېښه رامنځته شوې ده او کنه. بیا مونږ د شوې ادعا سره پر خپاره شويو انځورو د ګوګل ایمیج شرچ پلی کړ، چې اصلاً نه هم موږ په کندهار ولایت کې د داسې کومې پېښې په اړه د رسنیو راپور پیدا کړ او نه هم دغه خپاره شوي انځورونه اوسني دي.

د انځورونو په اړه لاندې ولولئ او وګورئ:

لومړی انځور:

د ګوګل ایمیج سرچ په واسطه موږ وموندله چې لومړی انځور شاوخوا یو کال وړاندې د ګلوبل هپینینز په نوم ویب پاڼې لخوا خپور شوی.

Global Happenings Archived Link

دوهم انځور:

په دوهم انځور د عرب نیوز لخوا د ۲۰۲۳م کال د جولای په ۳۰مه خپور شوی او د خپرې شوې مقالې له مخې دا عکس د پاکستان په شمال لویدیځ کې په سیاسي جلسه کې بمي برید وروسته اخیستل شوی.

عرب نيوز آرشيف لینک

درېيم انځور:

له شوې ادعا سره خپور شوی درېیم انځور اصلاً د هند یوې رسنۍ لخوا د ۲۰۱۲م کال اګسټ کې خپور شوی، چې دغه انځور د امریکایي بې پېلوټه الوتکې لخوا په شمالي وزیرستان کې د برید پر مهال اخېستل شوی دی.

انډيا ټي وي آرشيف لینک

پایله:

د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعا چې ګواکې د امریکایي ځواکونو B52 الوتکې لخوا کندهار ولایت کې هوایي بریدونه شوي، دروغ دي او ورسره خپاره شوي انځورونه پخواني او بې تړاوه دي.

کلیدي کلمې:ه

وایي برید، کندهار، افغانستان

Keywords

US airstrike, Afghanistan, Kandahar, B52

Claim Review :   Old and unrleated images have been shred with false claims of recent American Airstrike in Kandhar.
Claimed By :  Social Media User
Fact Check :  FALSE