د ټولنیزو رسنیو (په ځانکړې توګه د فیسبوک) ځینو کاروونکو ادعا کړې، چې د اوروزګان ولایت په یوه جومات کی د بمي چاودنې له امله پنځه تنه وژل شوي دي.

تاسو کولی شئ، چې د فیسبوک د ځینو کاروونکو ادعاوې وګورئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

په پورته پوسټ کې لېدل کیږي، چې د فیسبوک کاروونکو له ډلې یې یوه ادعا کړې، چې په اروزګان ولایت کې د بمي چاودني له کبله پنځه کسان وژل شوي دي، په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې له اروزګان ولایت څخه د هیڅ داسې پېښې راپور یا خبر ندی ورکړل شوی.

په هر صورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو (په ځانګړې توګه د فیسبوک) دغو کاروونکو ادعا حقیقت نه لري او همدا راز له یوې غیر حقیقي ادعا سره یې د هغې پېښې پخوانی انځور خپور کړی، چې په ۲۰۲۲م کال کابل کې رامنځته شوې وه.

د څېړنې میتود:

د ټولنیزو رسنیو د یو شمېر کاروونکو له لوري د دې غیر حقیقي ادعا سره د شریک شوي انځور تر شا د حقیقت موندلو لپاره موږ لومړی په ګوګل او ځینو نورو (سرچ انجنو) کې کلیدي کلیمې ولټولې، ترڅو د شوې ادعا په اړه وروستي خپاره شوي مالومات پیدا کړو؛ خو په دې وروستیو کې هیڅ کومې محلي یا نړیوالې رسنۍ د اروزګان ولایت څخه د داسې پېښې په تړوا کوم راپور یا خبر ندی خپور کړی.

همدا راز د نورو پلټنو او څېړنې لپاره موږ په شریک شويو عکسونو د ګوګل ریورس عکس العمل لټون پلي کړ او وموندل شوه، چې له پورته غیر حقیقي ادعا سره خپاره شوي انځورونه پخواني دي او له کومې وروستۍ چاودنې سره تړاو نه لري.

لومړنۍ عکس:

په شریک شوي عکسونو کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کولو سره موږ وموندله، چې شریک شوی انځور په حقیقت کې د څو کالو پخوانۍ رامنځته شوې چاودنې دی. د فکت کریسنډو د موندنو له مخې دغه چاودنه په ۲۰۲۲م کال د اګسټ په ۱۸مه کابل کې رامنځته شوې وه.

MuslimMirror.com آرشيف لینک

دوهم عکس:

د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې دوهم انځور هم پخوانی دی او د اګست په ۱۸ د کابل په جومات کې د چاودنې د قربانیانو د جسدونو د انتقال پر مهال اخېستل شوی دی.

Rferl.org آرشيف لینک

پایله:

د فیکټ کریسینډو موندنو ثابته کړه، چې په فیسبوک کې د یو شمېر کاروونکو لخوا د افغانستان په ارزګان ولایت کې هم د چاودنې ادعا غیر حقیقي ده او هم له همدې غیر حقیقي ادعا سره د پخوانۍ پېښې (چاودنې) انځورونه خپاره شوي دي.

Avatar

سرلیک: د اروزګان ولایت په اړه غیر حقیقي ادعا او پخوانی انځور شریک شوی!

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading