د امریکا د ځینو مشهورو سیاسي څېرو له جعلي اکونټونو څخه د ملي مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود په ملاتړ پوسټونه شوي دي.

False International

احمد مسعود، چې دا مهال د ملي مقاومت د جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې مشري کوي، وروسته له هغې افغانستان پرېښود، کله چې طالبانو د دویم ځل لپاره په ۲۰۲۱ کال اګسټ کې واک ترلاسه کړ.

اوس تازه د ۲۰۲۴ کال سپټمبر میاشتې له پیل راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې په ځانګړې توګه X (ټویټر) کې د یو شمېر مشهورو امریکایي سیاستوالو په نوم (لکه د Jackson Hinkle او د Kamala Harris) له جعلي (Fake) اکونټونو څخه د احمد مسود په ملاتړ پوسټونه شوي دي. جکسن هینکل یو امریکایي مخکښ سیاسي مبصر دی او کماله هاریس بیا د امریکا متحده ایالاتو مرستیاله ولسمشر ده. 

تاسې کولی شئ، چې د ایکس (ټویټر) ځیني جعلي اکونټونو څخه د احمد مسعود په ملاتړ یو شمېر پوسټونه مشاهده کړئ:

  1.  د لومړي پوسټ لینکارشیف لینک
  2.  د دوهم پوسټ لینکارشیف لینک
  3.  د درېیم پوسټ لینکارشیف لینک

په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې، د ملي مقاومت په نوم د طالبانو په خلاف د جبهې د مشر احمد مسعود په ملاتړ د مخکښ سیاسي فعال او مبصر جکسن هینکل او د امریکا متحده ایالاتو مرستیالې ولسمشرې کماله هاریس پوسټونه حقیقت نلري، بلکې د دوی په نوم جعلي اکونټونو څخه د احمد مسعود په ملاتړ پوسټونه شوي دي. 

د حقېقت څېړنه:

موږ لومړی په ټولنیزو رسنیو کې د هغو پوسټونو په تړاو، چې د احمد مسعود په ملاتړ شوي دي، کلیدي کلېمې وپلټلې، تر څو مالومه کړو، چې ایا کومې باوري رسنۍ په دې اړه وروستی خبر یا راپور خپور کړی دی او کنه. بیا مونږ د امریکا د مخکښ سیاسي فعال او مبصر جکسن هینکل او د امریکا د مرستیالې ولسمشرې کماله هاریس اصلي او ویریفایډ اکونټونه وپلټل. موږ دې نتېجې ته ورسېدو، چې د یادو دوه امریکایي مخکښو سیاستوالو له اصلي او ویریفایډ اکونټونو څخه په ښکاره ډول د احمد مسعود د ملاتړ په اړه هیڅ داسې پوسټ ندی شوی. موږ همدا راز د احمد مسعود او د ملي مقاومت جبهې له ویریفایډ اکونټ څخه هم لېدنه وکړه او هلته مو هم داسې څخه پیدا نکړل، چې د جکسن هینکل یا د امریکا د مرستیالې ولسمشرې د ملاتړ په اړه دې دوی څه یادوونه کړې وي. 

تاسې کولی شئ، چې د جکسن هینکل او کماله هاریس اصلي (Verified) اکونټونه او د دوی په نوم جوړ شوي جعلي (Fake) اکونټونه مشاهده کړئ: 

  1.  د جکسن هینکل اصلي اکونټ لینکد جکسن په نوم جعلي اکونټ لینک
  2.  د کماله هاریس اصلي اکونټد کماله په نوم جعلي اکونټ لینک 

پایله:

د فکټ کریسنډو موندنو ثابته کړه، چې د ملي مقاومت په نوم د طالبانو په خلاف د جبهې د مشر احمد مسعود په ملاتړ د مخکښ سیاسي فعال جکسن هینکل او د امریکا د متحده ایالاتو مرستیالې ولسمشرې کماله هاریس پوسټونه حقیقت نلري، بلکې د دوی په نوم جعلي اکونټونو څخه د احمد مسعود په ملاتړ پوسټونه شوي دي. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *