د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني، د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت په ۱۵مه نېټه د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته هېواد پرېښود او متحده عربي اماراتو ته ولاړ. له هغې وروسته په ټولنییزو رسنیو کې افغانستان ته د محمد اشرف غني د راستنېدو په اړه غیر حقیقي ادعاوې شوې دي.

تاسې افغانستان ته د محمد اشرف غني د راستنېدو په اړه د غیر حقیقي ادعاوو په اړه ځیني حقیوتونه کتلی شئ:

FC اشرف غني

تاسې کولی شئ، چې لاندې انځور کې د (طلوع//نیوز) په نوم جوړې شوې فیسبوک پاڼې ادعا وګورئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

په داسې حال کې چې له دې وړاندې هم، هېواد ته د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د راستنېدو په اړه د ټولنیزو رسنیو کارونکو غیر حقیقي ادعاوې کړې وې، یو ځل بیا په دې وروستیو کې د کابل هوایي ډګر ته د هغه سفر او راتلوو په اړه د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکو خبرونه خپاره کړي دي.

د پورته ادعا په اړه د فیکټ کریسینډو موندنې ښایي چې کابل ته د محمد اشرف غني د راتګ په اړه وروستۍ ادعا هم حقیقت نلري. هغه انځور چې کابل ته د نوموړي د سفر له ادعا سره خپور شوی، پخوانی دی او حقیقت نلري.

د حقیقت معاینه

موږ په شریک شوي انځور کې د ګوګل لټون عکسل العمل پلی کړ، تر څو پیدا کړو چې د انځور تر شا اصلي حقیقت څه دی. د پلټنو وروسته موږ وموندله، چې دغه انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې د شریک شوی، یو پخوانی انځور دی او کابل ته د مخکیني ولسمشر غني سفر ندی شوی.

همدا څېر موږ د ګوګل ریورس انځور لټون له مخې وموندله، چې دغه انځور د ۲۰۲۱ کال جولای میاشت کې د محمد اشرف غني له لوري ولایتونو ته د سفر په اړه، چې هغه مهال د افغانستان په ځینو ولایتونو کې حالات نظامي وه، (ټاپ وار) په نوم ویب پاڼې خپور کړی دی.

TOP WAR آرشيف لینک

پایله

په همدې اساس له پورته څېړنو او موندنو دا ثابته شوه، چې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني کابل ته سفر ندی کړی او په ټولنیزو رسنیو کې دغه ادعا ناسمه ده.

Avatar

سرلیک: ایا پخواني ولسمشر اشرف غني په رېښتیا دې وروستیو کې کابل ته سفر کړی؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading