د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې پخواني افغان ولسمشر اشرف غني د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکایف سره لیدلي او قزاقستان هم په رسمي ډول د طالبانو په مشرۍ افغان حکومت په رسمیت پېژندلی دی.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

په ټولنیزو رسنیو فېسبوک پوسټ ادعا کوي چې افغان ولسمشر اشرف غني د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکایف سره وکتل او دغه راز قزاقستان په رسمي ډول د طالبانو په مشرۍ افغان حکومت په رسمیت وپېژاند.

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ناسمې دي ځکه چې د قزاقستان حکومت د افغان حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه کوم رسمي بیان نه دی ورکړی او همدارنګه پخواني افغان ولسمشر اشرف غني هم په دې وروستیو کې د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکایف سره نه دي لیدلي.

د حقیقت معاینه

که څه هم قزاقستان په رسمي توګه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له طالبانو سره د تماسونو او له دغه هېواد سره یې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ساتلي دي.

The Diplomat Archive Link

د قزاقستان له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو د ټولنیزو رسنیو د ادعاو تر شا د حقیقت موندلو لپاره موږ پلټنه وکړه چې ایا د قزاقستان حکومت دا ډول څرګندونې کړې او که کومې مستندې رسنۍ په دې اړه راپور ورکړی دی، خو د قزاقستان حکومت په دې اړه کوم رسمي بیان نه دی ورکړی. همدارنګه د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو د تایید لپاره د رسنیو راپورونه شتون نلري.

د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په وروستیو کې، قزاقستان طالبان د منع شویو سازمانونو له لیست څخه وایستل.

The Diplomat Archived Link

د دې تر څنګ موږ د پخواني افغان ولسمشر اشرف غني او د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکایف د شریک شوي انځور په اړه د ګوګل د بیا ځلي لټون څخه کار واخیست، موږ ولیدل چې شریک شوی انځور زوړ دی او د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۲۰ مه د افغان ولسمشر اشرف غني له قزاقستاني سیال قاسم جومارت توکای سره له کتنې وروسته اخیستل شوی دی. او قزاقستان ته یې د خپل لومړي رسمي سفر په ترڅ کې پر اقتصادي او امنیتي اړیکو خبرې وکړې.

Link 1 Archived Link

پایله

له دې امله له پورتنیو څېړنو څخه ښکاره ده چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ناسمې دي او قزاقستان په رسمي توګه د افغانستان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او پخواني ولسمشر اشرف غني هم په دې وروستیو کې د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکای سره لیدلي نه دي.

Avatar

سرلیک: پخواني ولسمشر اشرف غني د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکایف سره نه دي کتلي.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False