
د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو په کندهار کې د وروستۍ چاودنې په اړه د غلطو ادعاوو سره غیر اړونده انځورونه شریک کړي دي.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

د فیسبوک کاروونکی ادعا کوي چې ګواکي په کابل کې خارجه وزرات باندې درنه چاودنه وشوه.
په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې دروغ دي، په ټولنیزو پخوانی انځورونه شریک شوي او په کابل کې په دې وروستيو کې کومه چاودنه نه ده شوې.
د حقیقت معاینه
موږ لومړی په انټرنیټ کې د کلیدي کلمو لټون وکړ ترڅو د ټولنیزو رسنیو د هغو ادعاوو ریښتیني والی ومومو چې ايا رښتيا په کندهار کې داسې کومه چاودنه وشوه، مګر د دې ادعاوو ملاتړ لپاره هیڅ رسنۍ راپور نه لري.
د نورو څېړنو لپاره، موږ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا شریک شوي انځورونو باندې د ګوګل ریورس عکس لټون پلي کړ او وموندله چې شریک شوي انځورونه پخواني دي او داسې کومې ادعا شوې پېښې يا چاودنې پورې تړاو نه لري.
لومړی انځور
د ګوګل له لارې د دوهم انځور د لټون په کارولو سره موږ وموندله چې دوهم انځور هم شاوخوا پنځه کاله پخوانی دی او د طلوع نیوز لخوا په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د یوې چاودنې په اړه خپور شوی و.

دوهم انځور
د ګوګل له لارې د دوهم انځور د لټون په کارولو سره، موږ وموندله چې دوهم انځور هم زوړ دی او د اسلام ټایمز په نوم د یوې خبري ویب پاڼې لخوا خپور شوی او د خپرې شوې مقالې له مخې، دا انځور د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۱۱مه د افغانستان په شمال ختیځ ولایت کندوز کې د بانک بهر د یوه ځانمرګي بریدګر د چاودیدونکو توکو سره د ځان په چاودنه کې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شول.

پایله
له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې دروغ دي او په کابل کې داسې کومه چاودنه نه ده شوې. همدا رنګه ټولنيزو رسنيو (فېسبوک) کارکوونکو لخوا شریک شوي انځورونه ھم پخواني دي.
کلیدي کلمې:
افغانستان ، کابل کندوز، چاودنه.

په کابل کې د وروستۍ چاودنې په ادعا پخواني انځورونه شریک شوي. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False